د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې نن پېښور زلمي او لاهور قلندرز او کوټه ګلیډيېټرز او اسلام اباد یونایټېد لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د مارچ پر دويمه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د پېښور زلمي او لاهور قلندرز ترمنیځ سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوو او د کابل پر یوه نیمه بجه پیلېږي.
تر دې وروسته هم د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ ترمینځ سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.
تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۹مه کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې کراچۍ کېنګز ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ د کراچۍ لوبډلې وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې.
د کوټې لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي او پایلوبه به یې د مارچ پر ۱۸مه کېږي.
لاهور قلندرز په ۲۰۲۳ز کال کې ملتان سلطانز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د اتم پړاو اتله شوې وه، خو دا ځل يې تر اوسه شپږ لوبې کړي او ټولې يې بايللي دي.