د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان ذيلي سرکاري دفترونه مکین او سروکۍ ته لېږدول شوي دي


د مکین سیمې یوه څنډه ـ انځور له ارشیفه.
د مکین سیمې یوه څنډه ـ انځور له ارشیفه.

د بر جنوبي وزیرستان انتظامیه وایي چې د ضلعې سب ډویژن دفترونه یې مکین او سروکۍ ته منتقل کړي دي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ضلعې ډپټي کمېشنر اشفاق خان وویل چې دا پرېکړه یې د خلکو د اسانتیا لپاره کړې ده. هغه وویل چې دغلته به اسسټنټ کمېشنر او تحصیلدار د خلکو د ستونزوهوارۍ لپاره موجود وي.

د مکین د تاجرانو د اتحادیې مشر ملک ریاض مسید وايي چې انتظامیې په دې اړه تیره میاشت په ۲۳مه نیټه اعلامیه خپره کړې ده خو تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې اسسټنټ کمېشنر او تحلصیدار به په هره اوونۍ کې دوه ورځې په هغو نوو دفترونو کې کار کوي.

جنوبي وزیرستان په ۲۰۲۲ز کال په دوو ضلعو بر او کوز جنوبي وزیرستانونو وویشل شو. د دې ضلعو د انتظامي مشرانو دفترونه په ټانک او ډیره اسماعیل خان کې دي.

ملک ریاض مسید وایي د سیمې خلک له مودو راهیسې د خپلو ستونزو د هواري لپاره ټانک او ډیره اسماعیل خان ته په تلو مجبوره دي.

هغه وویل"د پاکستان له جوړېدو راهیسې د شوال، مکین او بدر سیمو نه خلک ټانک او ډي ای خان ته تلل. اوس به خلکو ته ګټه و رسېږي."

د سیمې خلکو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پرېکړې هرکلې کړی دی.

XS
SM
MD
LG