د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بر جنوبي وزیرستان اوسېدونکي شکایت کوي چې پوځ د ځنګلونو ونې وهلې دي


په جنوبي وزیرستان کې په یو ځنګله کې وهل شوې ونې پرتې دي - پخوانی انځور
په جنوبي وزیرستان کې په یو ځنګله کې وهل شوې ونې پرتې دي - پخوانی انځور

د بر جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي چې يوشمېر ځايي کسانو د پوځ په وينا د سړک پر غاړه د ځنګلونو وهل پيل کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مخکښ رحمت شاه مسید د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې د بر جنوبي وزيرستان په يوشمېر سيمو کې له تېرو درو مياشتو راهيسې د ځنګلونو وهل روان دي خو د ځنګلونو د ژغورنې اداره يې مخنيوی نه کوي.

ده زیاته کړه، " ځنګل يوازي له روډ سره نېږدې نه پرې کېږې، بلکې ښه ليرې ليرې ۱۰۰ او ۱۵۰ فوټه فاصله باندې ونې وهل شوي دي. له دومره غټ روډ سره ځنګل وهل خو په قانون کې نه شته. په دې کې د زڼغوزيو په ګډون ځینې نورې ونې شته."

په جنوبي وزیرستان کې پوځي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د هغې سيمې د ځنګلونو ادارې مشر وحدت ذيشان مشال راډيو ته ويلي چې د ناامنیو له امله يې پوځ ته د سړک پر غاړه د ولاړو ونو د ښاخونو تراشلو اجازه ورکړې وه خو هغوی په غلطۍ يوشمېر ونې پرې کړې دي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته زياته کړه چې د سرحدي ځواکونو مشر ته يې د پوځيانو د دې کار د مخنيوي لپاره په خپل لاس ليک ورکړی دی.

ذیشان زیاتوي چې چارواکو داراز د ونو په وهلو کې د ککړو ځايي کسانو خلاف هم اقدامات پيل کړي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG