د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوز کوهستان کې د بس اوښتو پېښه کې ۴ تنه وژل شوي دي


په کوهستان کې د غره په لمن کې د سیند د پاسه تېر شوی سړک ـ انځور له ارشیفه.
په کوهستان کې د غره په لمن کې د سیند د پاسه تېر شوی سړک ـ انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په کوز کوهستان کې په ټرافیکي پېښه کې څلور کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د ژغورنې ادارې (ریسکیو۱۱۲۲) مشال راډیو او نورو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د مارچ پر لومړۍ نېټه د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت سیمې څخه اسلام اباد ته روان بس د کوز کوهستان د پټن په تور کمر کې واوښت.

د هغې ادارې ځايي مشر ساجد علي مشال راډیو ته وویل چې ژوبل کس یې روغتون ته لېږدولی دی.

تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دی خو تر دې مخکې هم په هغه غرییزه سیمه کې ټرافیکي پېښو مرګژوبله اړولې ده. د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې په ګلګت بلتستان کې کندې ته د یو مساپر وړونکي ګاډي پرېوتو په پېښه کې اته تنه وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت دا ډول حادثې کېږي. د فبرورۍ پر ۱۸مه د مومندو په ساپیو کې د بس او موټر په ټکر کې پینځه تنه ووژل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG