د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې ټرافیکي پېښې ۵ کسان وژلي دي


چارواکي وايي پېښه د مومندو د ساپیو په تحصیل کې شوې ده.
چارواکي وايي پېښه د مومندو د ساپیو په تحصیل کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په مومندو کې په ټرافیکي پېښه کې د یوې ښځې په ګډون پینځه کسان وژل شوي دي.

د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیان کې ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۱۸مه د ساپیو تحصیل په قیوم اباد کې یو مساپر بس او موټر ټکر کړی دی چې پکې په موټر کې سپاره پینځه تنه وژل شوي دي. هغه اداره وايي چې په پېښه کې یو کس ژوبل شوی هم دی.

د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت دا ډول حادثې کېږي چې پکې خلکو ته مرګژوبله اوړي. د فبرورۍ پر څلورمه په بونېر کې د انتخاباتي هلو ځلو د امنیت لپاره د روانو پولیسو بس له ټرک سره وجنګېد چې پکې ۴۰ سرتېري ژوبل شول. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې د ګاډي اوښتو په پېښه کې څلور تنه ووژل او پینځه ژوبل شول.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د ډرېورانو د بې احتیاطۍ، د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي او همداراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG