د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په کوټه کې  پر ولسي او انتخاباتي غونډو بندیز لګولی دی


په کوټه کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتي کمپېن په ترڅ کې خپل بیرغونه راځړولي دي ـ د جنورۍ ۲۱ مې انځور.
په کوټه کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتي کمپېن په ترڅ کې خپل بیرغونه راځړولي دي ـ د جنورۍ ۲۱ مې انځور.

د بلوچستان حکومت په کوټه کې پر ولسي او انتخاباتي غونډو تر هغې وروسته بندیز لګولی دی چې امنیتي ادارو په هغه ښار کې ځانمرګی مېرمن د شتون ویلي دي.

د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د ولس د سر ساتنه مهمه ده او په انتخاباتو کې امنیت ورکول د حکومت لویه ذمه واري ده.

هغه وویل "حکومت دا بندیز ځکه ولګوه چې استخباراتي ادارو د مالوماتو له مخې په کوټه کې ځانمرګي برید کېدلی شي. ګوندونه دې له احتیاطه کار واخلي او په کورونو کې دې دننه غونډې وکړي. دا بندیز به درې ورځې وي او تر الېکشن وروسته به ختم شي."

د بلوچستان په ګډون په ټول پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه د قامي او صوبایي اسبملیانو د څوکیو لپاره انتخابات کېږي. د انتخاباتو لپاره سیاسي ګوندونو او ازاد کاندیدانو کمپېنونه دوام لري چې پکې د ولسي غونډو په ترڅ خلکو ته خپل انتخاباتي منشور بیانوي. خو بلوڅ ازادي غوښتونکي‌ د انتخاباتو خلاف دي.

کارپوهان وایي چې امنیتي ستونزو ته په کتو، په کوټه کې ګوندونو او کاندیدانو انتخاباتي کمپین وار له مخه مکمل کړی دی.

خبریال شهزاده ذولفقار وایي چې ګوندونو او کاندیدانو خپل غټې غونډې واردمخه کړې وې او اوس یوازې وړې غونډې پاتې وې چې حکومت پرې بندیز ولګوه.

هغه وویل که په انتخاباتي غونډو کې چاودنه وشي یا برید وشي نو کمېشن مجبور دی چې هلته انتخابات وځنډوي نو ځکه حکومت هغه قدم اوچت کړ.

صوبایي حکومت دا هم ویلي دی چې د فبرورۍ پر اتمه به نه یوازې په ټوله صوبه کې رخصتي وي بلکې انټرنېټ به هم بند وي.

جان اڅکزي په یو بل بیان کې ویلي دي چې د صوبې په حساسو برخو کې د انتخاباتو پر ورځ انټرنېټ ځکه بندوي چې بریدکونکي ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو استولو لپاره کارولی شي.

هغه وویل د ناامنۍ پېښو د کمولو په خاطر په تربت، مچ او چمن کې تر انتخاباتو مخکې انټرنېټ محدودوي.

په عین حال کې په مچ وسلوالو د ګورګټ پر پوسته برید کړی دی خو د چارواکیو په خبره چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۲۹مه د شپې مهال بلوڅ وسلوالې ډلې بلوچ لیبریشن ارمي پر مچ ښار د توغندیو بریدونو کې۶۰ پاکستاني سرتېرو ته د زیان اړولو ادعا کړې وه خو حکومت ویلي ول چې په هغه بریدونو کې یې څلور سرتېري وژل شوی ول.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په مچ کې د ۲۴ وسلوالو د وژنې ادعا کړې وه.

د جنورۍ پر ۳۰مه په سېوۍ کې د تحریک انصاف پر پلویانو په برید کې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي ول.

د فبرورۍ پر لومړۍ او دویمه د صوبې د نورو برخو ترڅنګ په کوټه کې د کاندیدانو پر دفترونو د لاسي بمونو بریدونه او چاودنې شوې وې چې پکې یو تن وژل شوې او شپږ ژوبل شوي ول.

دا راز د فبرورۍ پر څلورمه په قلات، نوشکي، پنجګور او خاران کې د کاندیدانو پر دفترونو بریدونه شوي ول خو د پولیسو په وینا چا ته پکې مرګژوبله نه وه اوښتې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG