د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډېره اسماعيل خان پر تاڼه بريد کې ۱۰ پوليس سرتېري وژل شوي


په دې پېښه کې ټپي شوي عسکر د ډېره اسماعیل خان روغتون ته وړل شوي دي.
په دې پېښه کې ټپي شوي عسکر د ډېره اسماعیل خان روغتون ته وړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې پر تاڼه وسلوال بريد کې ۱۰ پوليس سرتېري وژل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان پوليسو د فبرورۍ پر پینځمه رسنیو ته په استولي بیان کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی، ويلي چې وسلوالو د فبرورۍ پر پینځمه شپې شاوخوا درې بجې په درابڼ کې پر چوډه تاڼه (چودوان) بريد وکړ چې پکې ۱۰ پوليس سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

بیان زیاتوي چې زخميان د ډېره اسماعيل خان مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

په دې پېښه کې ټپي شوي عسکر د ډېره اسماعیل خان روغتون ته وړل شوي دي. په دوی کې د شراف خان په نامه یوه مشال راډیو ته وویل، " لومړی د تاڼې له لویې دروازې سره چاودنه وشوه او بیا ډېزې او له څلور خواوو تاڼې ته د لاسي بمونو ورغوځول پیل شو."

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر ډي ایس پي محمد عدنان مشال راډیو ته وویل چې دا پولیس له وسله والو سره د ډزو په بدلون کې وژل شوي او ټپي شوي دي.

د ډېره اسماعیل خان د روغتون ډاکټر صبغت الله مشال راډیو ته وویل چې په ټپیان کې درې ډېر برسېرن لګېدلي او درې خو د درې واړو حالت د اندېښنې وړ نه دی.

تر دې وړاندې هم په درابڼ کې پر امنیتي ځواکونو يو شمېر حملې شوې دي چې یوه هغه يې د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه شوې وه چې پکې ۲۳ پوځيان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان ول.

په هغه بريد کې بریدګرو لومړی له بارودو ډک ټرک له تاڼې سره نېږدې د پوځې مرکز په وره کې چوولی وو او بیا یې له سرتېرو سره نښته شوې وه.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې منلې وه خو د تازه بريد مسوولیت چا لا نه دی منلی.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د ناامنۍ پېښې په داسې وخت کې زیاتې شوې دي چې په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو ته درې ورځې پاتې دي.

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د نګران حکومتونو چارواکو په وار وار ویلي چې د انتخاباتو پرمهال یې د امنیت لپاره کوټلي ګامونه اخیستي دي خو د هغوی پر دې ادعا سربېره د وسله والو بریدونه او چاودنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG