امریکایي چارواکي وایي د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن یو ځل بیا د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه په خبرو کې ګډون کوي.
د امریکا بهرنیو چارو د وزیر ویاند میتیو میلر په واشنګټن کې وویل چې ټاکل شوې بلېنکن د فبرورۍ له درېیمې د فبرورۍ تر اتمې سعودي عرب، مصر، قطر، اسراییل او لویدیځې غاړې ته سفر وکړي.
په غزه کې د خواوشا څلور میاشتنی جګړې راهیسې منځني ختیځ ته د بلېنکن دا پنځم سفر تر هغې وروسته کېږي چې د امریکا پوځ په عراق او شام کې پراخې پوځي حملې کړي دي.
میلر وویل بلینکن خپلو سفارتي هڅو ته دوام ورکول غواړي څو د غزې په جګړه کې د اسراییل او حماس ترمینځ د نوي اوربند په اړه موافقه وشي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سیمې ته د خپلې يوې اوونۍ سفر د جنورۍ پر ۱۱مه پای ته ورساوه.
بلېنکن په هغه سفر کې د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د غزې تر جګړې وروسته د فلسطینیانو د هغه قلمرو د بیارغونې او حکومتولۍ په اړه پر پلانونو خبرې وکړې.
په غزې کې روان خونړی جنګ د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر تر اوومې وروسته پیل شو. پر هغه ورځ حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر ګڼي، پر اسراییلو بېساري بریدونه وکړل چې ۱،۲۰۰ کسان پکې ووژل شول. وسلوالو داراز شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل هم کړل چې ځینې یې وروسته د یو جوړجاړي له مخې خوشې شول.
اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سخته پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.
په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه یې تر ۲۶،۰۰۰ زیات کسان وژلي او شاوخوا ۶۳،۰۰۰ ژوبل شوي دي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
اسراییل د جنورۍ پر ۱۱مه د انصاف په نړیوال عدالت کې په غزې تړانګه کې د توکموژنې یا نسل وژنې له تورونو سره مخامخ شو چې د هغه هېواد استازو رد کړل.