د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییلو او حماس ترمینځ جګړه کې تر ۳،۶۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي


په غزه کې تر بمبارۍ وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.
په غزه کې تر بمبارۍ وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د نومبر لومړۍ نېټې انځور.

په غزې تړانګه کې د حماس ډلې تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي دي چې د اسراییلو او حماس ترمینځ د جګړې په لومړیو ۲۵ ورځو کې تر ۳،۶۰۰ زیات فلسطیني ماشومان وژل شوي دي.

هغوی په هوايي بمباریو، په خطا شویو راکټي بریدونو او په چاودنو کې په نښه شوي یا سوځول شوي دي.

په وژل شویو کې نوي زېږېدلي او واړه ماشومان، لوستونکي، د خبریال جوړېدو خواهش لرونکي او داسې هلکان شامل دي چې فکر یې کاوه چې د یوې کلیسا په ودانۍ کې به خوندي وي.

د تړانګې ټوله ابادي ۲.۳ مېلیونه ده چې شاوخوا نیمايي یې تر ۱۸ کلونو کم عمر لري او د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه پورې له ټولو وژل شویو څخه یې ۴۰ سلنه ماشومان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر لومړۍ نېټه د تړانګې څخه د ایستل شویو ولسي وګړو لومړۍ ډله مصر ته ورسېده.

رويټرز خبري اژانس ليکي چې دا ډله د نومبر پر لومړۍ نېټه د قطر په مينځګړتوب د شوي تړون له مخې له غزې څخه مصر ته تللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسراييليو ځواکونو د حماس ډلې وسلوالو پرضد عمليات تېز کړي دي او د نومبر پر لومړۍ نېټه يې د فلسطين پر هغې محاصره شوې سيمې د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بمباري کړې ده.

د فلسطين روغتيا وزارت وايي چې د اسراييلي پوځ په بريدونو کې زرګونه فلسطينيان وژل شوي دي. تر دې وړاندې د حماس په بريدونو کې سلګونه اسراييليان وژل شوي ول.

له سیمې لېږدول شوي کسان څه باندې درې اوونۍ وړاندې د حماس او اسراييلو ترمينځ د جګړې له پيل راهيسې په غزه کې ګېر پاتې ول.

هغه کسان په امبولانسونو کې د رفح له سرحدي دروازې څخه مصر ته لېږدول شوي دي. د مصر، اسراييل او حماس ترمينځ د شوي تړون له مخې به يو شمېر بهرنيو وګړو او سختو ژوبلو کسانو ته اجازه ورکول کېږي چې له غزې ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG