د جرمني د دفاع وزیر بورېس پېستورییس ویلي دي چې هېواد یې اوکراین ته د اوبتل (ابدوز) ضد شپږ جنګي هېلېکاپټرې ورکوي.
نوموړي د جنورۍ پر ۲۳مه د اوکراین د "رامشټاین رابطې یا تماس ډلې" په نوم د اوکراین د څه د پاسه ۵۰ ملګرو هېوادونو تر ۱۸مې پرلیکه یا انلاین غونډې وروسته وویل چې "شېکورسکي سي کېنګ" نومي هېلېکاپټرې "خورا قوي" دي چې له اوکراینیانو سره به د "تور سمندرګي په څار او د سرتېرو په لېږد کې مرسته" وکړي.
پېستورییس وویل دا لومړی ځل دی چې جرمني کییف ته هغه ډول هېلېکاپټرې ورکوي.
په غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي.