د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاسي ګوندونو او سوداګرو د پاکستان او ایران ترمینځ د اړیکو ښه کولو غوښتنه کړې


د بلوچستان نیشنل ګوند مشران د جنورۍ پر ۱۹مه په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا په مهال.
د بلوچستان نیشنل ګوند مشران د جنورۍ پر ۱۹مه په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا په مهال.

د بلوڅ ملتپال نیشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د جنورۍ پر ۱۹مه په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا په مهال د پاکستان او ایران ترمینځ پر وروستي تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه.

د بلوچستان سیاسي ګوندونو او سوداګرو د پاکستان د وفاقي حکومت د هغې پرېکړې ملاتړ کړی دی چې له ایران سره د ښو اړیکو ټینګولو لپاره کار کوي.

د بلوڅ ملتپال نیشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د جنورۍ پر ۱۹مه په کوټه کې خبري غونډې ته د وینا په مهال د پاکستان او ایران ترمینځ پر وروستي تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه.

هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمینځ کړکیچ د بلوچستان د خلکو پر ژوند او اقتصاد ناوړه اغیز پریباسي.

ده وویل، "له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې پکار وي خو له بده مرغه ایران د غندنې وړ کار وکړ خو اوس زموږ له حکومته غوښتنه ده چې له ایران سره ستونزې هوارې کړي."

د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات تر هغې وروسته ترینګلي شول چې ایران د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د"ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران سرحد ته څېرمه په خاران سیمه کې د بلوچستان نیشنل ګوند سیاستوال او انتخاباتو ته کاندید ثنا بلوڅ مشال راډیو ته وویل چې د سرحدي سیمو د خلکو کاروبار د ایران سره تړلی دی او باید دواړه هېوادونه په هر حال کې د یو بل سره له زغمه کار واخلي.

د اسلام اباد او تهران ترمینځ وروستیو پېښو هغه کاروباریان هم اندېښمن کړي دي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارت کوي.

په کوټه کې د بلوچستان د سوداګرو ټولنې مرستیال مشر احد اغا د وفاقي حکومت د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې پکې ویل شوي دي چې پاکستان د ایران سره هغه ډول اړیکې بیا ټینګول غواړي چې د جنورۍ له ۱۶مې د مخه وې.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ دجنورۍ پر ۱۹مه د کابېنې غونډې ته وویل چې د پاکستان او ایران ګټه په دې کې ده چې دوه اړخېزه اړیکې د پخوا په څېر بحال کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له بلوچستان او خیبر پښتونخوا له لارې افغانستان ته تللی لارې هم د تېرو څو میاشتو راهیسې تړل شوې دي.

په چمن کې د اکتوبر له ۲۱مې راهسې په ګڼ شمېر خلک د دې لپاره پر پرلت ناست دي‌ چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.

دا راز د کوز جنوبي وزیرستان څخه افغانستان ته تللی لار انګور اډه کې هم خلک له تېرو ۷۰ ورځو راهیسې په پرلت ناست دي.

دا پرلتونه له هغه وروسته پیل شو چې پاکستاني حکومت د اکتوبر په مياشت کې افغانستان ته پر تللو ټولو لارو د پاسپوټ او ویزې درلودو شرط لازمي کړی دی.

پاکستان د خپلې دې تګلارې په دوام سره د جنورۍ پر ۱۳مه پر تورخم لاره د افغان ډرایورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل چې له وجې یې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ په سامانونو بار ایسارې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG