د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند په درېيمه ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ کې افغانستان ته په سوپر اوور کې ماتې ورکړه


د هند بیټران د جنورۍ پر ۱۷مه د منډې اخیستو پر مهال.
د هند بیټران د جنورۍ پر ۱۷مه د منډې اخیستو پر مهال.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د درو ۲۰ اووره سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې په دويم سوپر اوور کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

د سيالۍ پرېکړه په دويم سوپر اوور کې وشوه ځکه په لومړيو ۲۰ اوورونو او لومړي سوپر اوور کې دواړو لوبډلو مساوي منډې وکړې.

د کرناټکا ایالت د بینګلور په لوبغالي کې سیالي د جنورۍ پر ۱۷مه د کابل پر وخت د ماښام پر شپږو او د پېښور پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې کوربه لوبډلې وګټله او د بیټېنګ (توپوهنې) پرېکړه یې وکړه.

هندیو لوبغاړو چټکه لوبه پیل کړه خو په درېیم اوور کې فرید احمد یشسوي جیسوال وسوځاوه او ورپسې وېرات کوهلي په لومړي بال، بې له منډې کولو وسوځېد. په څلورم اوور کې عظمت الله عمرزي شېوم دوبې په یوه منډه وسوځاوه. تر دې وروسته په پینځم اوور کې فرید احمد د هند سنجو سیمسن وسوځاوه.

د څلورو لوبغاړو ژر سوځېدو له وجې د هند لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه خو لوبډلمشر روهېت شرما او رینکو سېنګ توپوهنې ته دوام ورکړ. هندۍ لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۲ منډې وکړې. شرما ۱۲۱ او سېنګ ۶۹ منډې وکړې.

د افغانستان فرید احمد درې او عمرزي یو هندی لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې افغان لوبغاړو لوبه په ښه توګه پيل کړه خو وروسته يې يو په بل پسې لوبغاړي وسوځېدل. افغانستان په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زيان ۲۱۲ منډې وکړې او لوبه يې مساوي کړه.

رحمان الله ګوربز او ابراهيم ځدران لومړی توپوهنه وکړه او دواړو ۵۰، ۵۰ منډې وکړې.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو زياتې منډې ګلبدين وکړې. نوموړي پر ۲۳ توپونو ۵۵ منډې وکړې.

د هند واشنګټن سندر درې افغان لوبغاړي وسوځول.

وروسته په سوپر اوور کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او پر شپږو توپونو يې د يوه لوبغاړي په زيان ۱۶ منډې وکړې.

په ځواب کې هند هم پر شپږو توپونو ۱۶ منډې وکړې او لوبه يې مساوي کړه.

تر هغه وروسته په دويم سوپر اوور کې هند لومړی توپوهنه وکړه او پر ټاکل شويو شپږو توپونو يې د دوو لوبغاړو په زيان ۱۱ منډې وکړې.

په ځواب کې افغانستان په لومړيو دريو توپونو کې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړه او يوه منډه يې وکړه. دا ډول هند لوبه وګټله.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۴مه کوربه لوبډلې په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو لوبلړۍ وګټله. په هغه لوبه کې لومړی بیټېنګ افغانستان کړی وو او ۱۷۲ منډې یې وکړې. هند ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

د جنورۍ پر ۱۱مه هم هند په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړې وه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ افغانستان کړی وو او ۱۵۸ منډې یې کړې وې. هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې توګه یې د درو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه وګټله.

افغانستان د ۲۰۲۳ز کال په پای او د روان کال په پیل کې له متحده عرب اماراتو د درو۲۰ اوورونو لوبلړۍ وګټله او تر دې مخکې یې د ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ هم ترې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG