د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د دريو ۲۰ اووره لوبو په لړۍ کې ماتې ورکړې ده.
د دواړو لوبډلو ترمينځ د لوبلړۍ وروستۍ لوبه د جنورۍ پر دويمه په شارجه کې وشوه چې د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
متحده عربي اماراتو لومړی توپوهنه يا بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې افغان لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبغاړو په ۱۹م اوور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.
د افغانستان بالر نوین الحق، چې د اماراتو څلور لوبغاړي يې سوځولي ول، د لوبې غوره لوبغاړی شو.
تر دې وړاندې لومړۍ ۲۰ اووريزه لوبه افغانستان او دويمه متحده عربي اماراتو ګټلې وه.
افغانستان به له دې وروسته هند ته ځي او هلته به د جنورۍ له ۱۱مې د درېیو ۲۰ اووره لوبو لړۍ پيلوي.