د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند افغانستان ته په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې په ۶ وېکټو ماتې ورکړه


د افغانستان فضل حق فاروقي د جنورۍ پر ۱۴مه د هندي بیټر روهېت شرما په سوځولو خوشالي کوي
د افغانستان فضل حق فاروقي د جنورۍ پر ۱۴مه د هندي بیټر روهېت شرما په سوځولو خوشالي کوي

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د درو ۲۰ اووره سیالیو په دویمه سیالۍ کې افغانستان ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه.

د مدیه پردېش ایالت د اندور په لوبغالي کې سیالي د جنورۍ پر ۱۴مه د کابل پر وخت د ماښام پر شپږو او د پېښور پر شپږ نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې کوربه هند وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان رحمان الله ګربز چټکه لوبه پیل کړه خو تر ۱۴ منډو کولو وروسته وسوځېد. تر نوموړي وروسته ګلبدین نایب چټکې توپوهنې ته دوام ورکړ خو بلې خوا ته ابراهیم ځدراڼ د اتو منډو او بیا ژر ور پسې عظمت الله عمرزی په دوو منډو وسوځېدل.

د افغانستان لوبډله په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې په ۱۷۲ منډو وسوځېده. ګلبدین نایب ۵۷، نجیب الله ځدراڼ ۲۳، مجیب الرحمان ۲۱ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.

د هند، ارشدیپ سېنګ درې او اکشر پټېل او روي بېشنويي دوه، دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې چې هند بیټېنګ پیل کړ نو فضل حق فاروقي په لومړي اوور کې د کوربه لوبډلې مشر روهېت شرما په صفر وسوځاوه خو وروسته یشسوي جیسوال او وېرات کوهلي چټکه توپوهنه پیل کړه او مجموعي منډې یې تر ۶۲ ورسولې چې کوهلي په ۲۹ منډو وسوځېد.

تر هغې وروسته جیسوال او شېوم دوبې توپوهنې ته دوام ورکړ. جیسوال په ۶۸ منډو وسوځېد.

هند ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ. دوبې ۶۳ منډې وکړې.

د افغانستان کریم جنت دوه او فاروقي او نوین الحق یو، یو هندی لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۱مه کوربه هند په لومړۍ سیالۍ کې افغانستان ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړې وه. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ افغانستان کړی وو او ۱۵۸ منډې یې جوړې کړې وې. هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دې توګه یې د درو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه وګټله.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ درېیمه سیالي د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه وشي.

افغانستان د ۲۰۲۳ز کال په پای او د روان کال په پیل کې له متحده عرب اماراتو د درو۲۰ اوورونو لوبلړۍ وګټله او تر دې مخکې یې د ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ هم ترې ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG