د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران په دوو اونيوو کې ۲۵۰۰۰ افغان کډوال له هېواده ایستلي دي


د افغانستان په نيمروز کې له ايرانه ایستل شوي کډوال
د افغانستان په نيمروز کې له ايرانه ایستل شوي کډوال

ایران په تېرو دوو اونیوو کې شاوخوا ۲۵ زره نور بې اسنادو افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د جنورۍ پر ۱۵مه د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع له خولې لیکلي چې په تیرو ۱۱ ورځو کې په دغه ولایت کې ۱۳۸۵۲ بې اسناده افغان کډوال نیول شوي او افغانستانه ته ستانه کړل شوي دي.

بل پلو د ایران تسنیم خبري اژانس بیا په سېستان بلوچستان صوبه کې د سرحدي قومندان جواد رفیعي په حواله خبر ورکړی چې دوی په تېره یوه اوونۍ کې ۱۱۶۶۹ بې اسناده افغان کډوالو نیولي او خپل هیواد ته ستانه کړي دي.

دې ایرانيو چارواکو ویلي چې د هر هېواد وګړي باید ایران ته په قانوني توګه داخل شي که نه نو د دوی په وینا، له قانوني چلند سره به مخ شي. خو هغه افغانان چې په وروستیو کې له ایران څخه ایستل شوي، ادعا کوي چې د ایستلو په مهال د ایراني پولیسو له خوا ورسره ناوړه چلند شوی.

يو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته ويلي چې ايراني پولیسو شکنجه کړی دی. "هره هغه شېبه مې په یاد ده چې د ایراني پولیسو لخوا شکنجه کېدلو. ښکنځلې یې راته کولې، زما مېړه یې وواهه او لاس یې مات شو. په ډېر بد وضعېت کې له خپلو څلورو ماشومانو سره افغانستان ته را ستانه شو."

تر دې مخکې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې په تېرو ۹ میاشتو کې تر ۵۰۰ زره ډېر افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان نګران حکومت هم د افغان کډوالو ایستلو ته ادامه ورکړې ده. پاکستاني چارواکي وايي چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې له پينځوو لاکو څخه زیات هغه افغان کډوال په زور اېستلي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG