په اسلام اباد کې د جهاني وباګانو او خپرېدونکو ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي باوري کولو دوه ورځنۍ نړیواله روانه ده.
د پاکستان دولتي راډیو وایي، غونډه د جنورۍ پر ۱۰مه لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ پرانیسته او و یې ویل چې د کورونا وایرس نوې بڼې او د اب و هوا (اقلیم) بدلونونه خلک له روغتیايي او اقتصادي ستونزو سره مخامخوي.
نوموړي په ۲۰۲۲ز کال کې په پاکستان کې د سېلابونو یادونه وکړه او و یې ویل چې د هغې لامل د اب و هوا بدلون وو.
هغه وویل، پر نړیوال کچ د داسې تګلارې جوړولو اړتیا ده چې د وبا او د اب و هوا بدلون له وجې د پېښېدونکو ناورینونو پر مهال له اړمنو هېوادونو سره مرسته وشي.
دولتي راډیو وايي چې د اسلام اباد په غونډه کې تر ۷۰ زیاتو هېوادونو استازي ګډون کوي.
په پاکستان کې دامريکا سفیر ډانلډ بلوم غونډې ته وویل چې د روغتیا په برخه کې له خطرونو د خونديتوب لپاره د مرستندويه ادارو خپلمینځي همکاري ډېره مهمه ده.
د پاکستان د روغتیا نګران وزیر ډاکتر ندیم جان د جنورۍ پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي ول چې په غونډه کې دا باوري کول غواړي چې ټول هېوادونه د هرې وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره سهولتونو، بشري مرستو، واکسینونو او پیسو ته مساوي لاسرسی ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر اوومه د سیند صوبې د روغتیا چارواکو په څلورو کسانو کې د کورونا وایرس د نوې بڼې ( جې اېن ۱) موندلو تصدیق وکړ. له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د هغه وایرس بېلابېل ډولونه او بڼې موندل شوې دي.
د پاکستان د روغتیا وزیر ډاکتر ندیم جان وویل چې اړونده ادارو ته یې لارښوونه کړې ده چې د کورونا وایرس د هغې نوې بڼې د مخنیوي لپاره چمتو و اوسي.
کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز په وروستۍ میاشت کې په چین کې موندل شوی وو او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)د ۲۰۲۰ز کال په مارچ کې جهاني وبا اعلان کړه. کووېډ-۱۹ په ټوله نړۍ کې مېلیونونه کسان ووژل، هغه وایرس مېلیونونه کسان ناروغه کړل او د نړۍ اقتصاد او روغتيايي نظام يې له لوی فشار سره مخامخ کړ.
حکومتونو د کورونا وایرس او کووېډ-۱۹ د خپرېدو مخنیوي لپاره ټول بندونه (لاک ډاونونه) او واکسیني کیمپېنونه وکړل.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ز کال په پسرلي کې د کورونا وایرس جهاني وبا او نړیوال بیړني حالت د ختمېدو اعلان وکړ خو په لسګونه هېوادونو کې د هغې ناروغۍ پېښې ثبتېږي.