د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتيا نړيوال سازمان وايي د کووېډ-۱۹ جهاني وبا په ختمېدو ده


په بلغاریا کې د کووېډ-۱۹ یوشمېر ناروغان بستر دي - پخوانی انځور.
په بلغاریا کې د کووېډ-۱۹ یوشمېر ناروغان بستر دي - پخوانی انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) ویلي چې په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ وبا په ختمېدو ده.

د سازمان مشر تېدروس اېدهانوم ګیبریېسس د سېپټېمبر پر ۱۴مه انټرنېټي ویډیويي خبري کنفرانس ته وویل چې نړۍ تر اوسه د وبا پای ته د رسېدو په حالت کې نه وه.

نوموړي له هېوادونو وغوښتل چې د کووېډ-۱۹ وایرس د کنټرول او مخنيوي لپاره خپلې هڅې جاري وساتي چې د ده په خبره، تر شپږ مېلیونه زيات خلک یې وژلي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ز په مارچ میاشت کې جهاني وبا او له وجې یې بیړنی حالت اعلان کړی وو.

سازمان وايي، د کووېډ-۱۹ واکسینو او درملو د وبا شدت کم کړی او زياتوي چې تېره اوونۍ د کووېډ-۱۹ وبا له لاسه د مړو شویو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز په وروستۍ میاشت کې په چین کې موندل شوی وو. هغې وایرسي وبا په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶.۵ مېلیونه کسان ووژل، ۶۰۶ مېلیونه یې په ناروغۍ اخته کړل او د نړۍ اقتصاد او روغتيايي نظام يې له لوی فشار سره مخامخ کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG