د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بشري حقونو کمېشن: له شواهدو معلومېږي چې ټاکنې به شفافې نه وي


د پاکستان بشري حقونو کمېشن غړي په اسلام اباد کې د خبرو په مهال
د پاکستان بشري حقونو کمېشن غړي په اسلام اباد کې د خبرو په مهال

د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن په دغه ملک کې د انساني حقونو په تروړل کېدو اندېښنه ښوولې او ويلي یې دي چې رياست بايد سرغړونې بندې کړي.

کمېشن د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د بېلابېلو مثالونو په وړاندې کولو سره وويل چې لومړۍ مسله په راتلونکو ټاکنو کې د ټولو ګوندونو لپاره د يو شان چاپيریال د نشتون ده او له تحريک انصاف سره د ریاست روانه رویه مناسبه نه ده. دې کمېشن وروسته پر اېکس چې پخوا ټويټر وو هم په تفصيل سره ليکلي چې په ټاکنو کې د دغه ګوند مخنيوي لپاره د پاکستاني ریاست کارونه د غندنې وړ دي.

کمېشن زیاته کړې چې لومړی تحريک انصاف په څو برخو وویشل شو، بیا یې مشران په مبهمو تورونو کې زندانونو ته واچول شول او اوس یې په راتلونکو ټاکنو کې د ګڼو مشرانو د نوماندۍ کاغذونه رد شوي دي. کمېشن زیاته کړې چې له دې هر څه معلومېږي چې د راتلونکې مياشت کېدونکې ټاکنې به شفافې نه وي.

د پاکستان ټاکنو کمېشن د تحريک انصاف د ۹۰ فیصدو مشرانو، له وزيرستانه د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو مخکښانو علي وزير او عالمزیب مسيد، د نېشنل پارټۍ منيګل د مشر اختر مينګل او ګڼو نورو کاغذونه د تکنيکي نیمګړتیاوو او د انتخاباتي شرایطو نه پوره کولو په بنیاد رد کړي دي. علي وزیر د دیسمبر پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا هسې بهانې دي او کوښښ کېږي چې په راتلونکی پارليمان کې داسې څوک نه وي چې پر امنيتي پالیسيوو نيوکې وکړای شي.

د پاکستان ټولټاکنوکمېشن ويلي چې عام انتخابات به د فرورۍ میاشتې په اتمه نېټه کېږي. کاندیدان کولی شي د نومليکنې د رد په خلاف د جنورۍ تر درېيمې پورې درخواست جمع کړي. د جنورۍ پر ۱۱مه به د کاندیدانو حتمي لیست خپريږي.

د پاکستان ریاست خلک له جمهوریته زړه توري کوي.
اخترمینګل

اخترمینګل د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې ریاست کوښښ کوي په جمهوري بهیر کې برخه اخیستونکي، له جمهوريته زړه توري کړي. هغه زیاته کړه چې ډيری بلوڅ مشران چې اوس یې وسله رااخیستې، پخوا یې د بېلابېلو ګوندونو دننه د سیاسي مبارزې له لارې د حقونو ترلاسه کولو کوښښ کاوه.

مينګل زیاته کړې چې د هغه کاغذونه له وجې رد شوي چې نوموړي په دې وروستیوو کې پر امنيتي پالیسيوو نيوکې کولې او د جبري لادرکو بلوڅانو لپاره یې غږ يورته کاوه. د پاکستان نګران حکومت او د ټاکنو کمېشن د هغه د دغې ادعا په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

په همدې حال کې، پر پوځ د نيوکو لپاره مشهور، د حق دو تحريک بلوچستان صوبايي مشر حسین واډېلا، د حقوقو خلق ګوند مخکښ عمار علي جان او ځينو نورو اسناد هم نه دي منل شوي. ددې تر څنګ پخواني وزيراعظم عمران خان او د تحريک انصاف د ګڼو نورو سیاستوالو کاغذونه هم رد شوي دي.

د تحريک انصاف پر ضد د پولیسو کاروايانې د ۲۰۲۳ کال د مې له نهمې وروسته ډېرې شوې. پر دغه نېټه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول. د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي. پوځ همداراز ژمنه کړې وه چې په دې مظاهرو کې ښکلېو کسانو او د تحريک انصاف مشرانو ته به سخته سزا ورکوي.

خو د بشري حقونو کمېشن پر نګران حکومت غږ کړی چې د ایین له مخې ورکړی واک دې په سمه توګه وکاروي او د راتلونکو ټاکنو شفافیت دې یقيني کړي. نګران حکومت سمدستي په دې اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې وزیراعظم انوارالحق کاکړ ويلي وو چې ټاکنې به شفافې وي. په همدې حال کې د ټاکنو کمېشن ويلي چې د اسنادو د ردولو وجې، پر کاندیدانو روانې مقدمې، د رسمي شرایطو نه پوره کول، په کاغذونو کې نيمګړتیاوې او یا هم په ځنډ وررسېدل دي.

XS
SM
MD
LG