د لاسرسي ځای

تازه خبر

معذورانو پر چمن او سپین بولدک پوله د سفري اسنادو لازمي کېدو ضد لاریون کړی دی


د ډېسېمبر ۱۲مې د لاریون ګډونوالو وویل د پاسپورټ او ویزې شرط یې کاروبار په ټپه درولای دی.
د ډېسېمبر ۱۲مې د لاریون ګډونوالو وویل د پاسپورټ او ویزې شرط یې کاروبار په ټپه درولای دی.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې معذورانو له افغانستان سره تګ راتګ کوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو پر ضد د روان پرلت په ملاتړ کې احتجاجي لاریون کړی دی.

د ډېسېمبر ۱۲مې د لاریون ګډونوالو له حکومته غوښتنه وکړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومني او د چمن او سپین بولدک ترمینځ دې پر لاره د پخوا په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

یو لاریونوال شېر زمان مشال راډیو ته وویل چې د حکومتي شرط له وجې یې روزګار درېدلی دی. "په پښه معذور یم. له څلورو کلونو راهیسې مې پر [سرحد] کار کاوه او ۱،۰۰۰ یا ۱،۵۰۰ روپۍ به مې ګټلې. قسم مې دې په خدای وي، که په کور کې هېڅ لرو. معذوران ټول فقر، مجبورۍ [ځپلي دي] او د بل دروازو ته ولاړ دي."

د چمن د معذورانو اتحادیې مشر عنایت الله بشردوست د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې تر ۲۶۰ زیاتو معیوبانو د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر وره کار کاوه او د خپلو کورنیو لپاره یې پیسې ګټلې چې اوس له سختو حالاتو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې هلته د تاجرانو اتحاديو او سياسي ګوندونو د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی.

د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمينځ څو ځلې خبرې اترې شوې دي خو نتيجې ته نه دې سره رسېدلي.

په چمن کې پرلت د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې دوام لري چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې د چمن پر پوله افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړی دی.

حکومت وايي چې دا کار د امنیت ټینګښت او د قاچاق مخنیوي لپاره اړین دی او له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

حکومت زیاتوي، له افغانستان سره د سفر لپاره یو ډول نظام عملي کوي او داسې نه شي کېدای چې په یو ځای کې دې خلک په پاسپورټ او ویزې او په بله لاره دې په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ وکړي.

په عین وخت کې پرلتوالو یو نماینده کمېټۍ هم جوړه کړې ده چې له سیاسي ګوندونو او ریاستي چارواکو سره خبرې اترې کوي.

د چمن تر څنګ د جنوبي وزيرستان د انګور اډې خلکو له خوا هم پرلت دوام لري.

هلته احتجاج کونکي ۱۸ غوښتنې لري چې د انټرنيټ او موبایل سرویس د بحالۍ تر څنګ پکې دا غوښتنه هم شامله ده چې ځايي خلکو ته دې پر انګور اډه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شرط ختم شي.

پرلتوالو د احتجاج په توګه د انګور اډې بازار او مرکزي لاره تړلې ده.

XS
SM
MD
LG