د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرلتوالو له چمنه د افغانستان سپین بولدک ته تلونکې لاره تړلې ده


د پرلت مشر غوث الله وايي ، د چمن او سپین بولدک ترمنځ دا لار یې د ۲۰م نومبر په شپه شاوخوا درې بجې تړلې ده.
د پرلت مشر غوث الله وايي ، د چمن او سپین بولدک ترمنځ دا لار یې د ۲۰م نومبر په شپه شاوخوا درې بجې تړلې ده.

افغانستان ته د تلو راتلو لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد په چمن کې د روان پرلت ګډوالو د چمن او سپین بولدک ترمنځ لار د هر ډول ټرېفک پرمخ تړلې ده.

د پرلت مشر غوث الله د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې د چمن او سپین بولدک ترمنځ دا لار یې د ۲۰م نومبر په شپه شاوخوا درې بجې تړلې ده.

چمن د پاکستان او سپین بولدک د افغانستان هغه سرحدي سیمې دې چې ترمنځ یې د ډیورنډ کرښه تېره شوې ده.

ده وویل، "له موږ سره هیڅ حکومتي چارواکي نه دي لیدلي نو موږ اوس دا لار بنده کړې ده. د ټرانزټ لاریو په ګډون ټول ټرېفک بند دی."

غوث الله وویل، د پرلت تر څنګ به د لارې تړلو دا هړتال جاري وي او هم به دوی نور ګامونه هم پورته کوي خو هغه د نورو ګامونو په اړه وضاحت ونه کړ.

د لغړي اتحاد يا پنډيانو مشر غوث الله تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۵مه لا مشال راډیو ته ویلي وو چې که غوښتنې یې ونه منل شوې نو د نومبر له ۲۰مې به د احتجاج په توګه د خلکو او تجارت پرمخ د چمن اوسپین بولدک ترمینځ لویه لاره بندوي.

غوث الله ویلي وو،‌ "موږ چې پر ۲۰م تاريخ (نومبر) لاره بندوو، دا به د ۱۵ يا ۲۰ ورځو لپاره وي. که زموږ غوښتنه په دې هم حل نه شوه، بيا موږ کوټې ته لانګ مارچ کوو او د بلوچستان اسمبلۍ مخ بندوو. دا پرلت به هم جاري وي او هلته به د اسمبلۍ مخ ته هم پرلت وهو."

د پرلت مشرانو يوه پينځه کسيزه نماينده کمېټۍ جوړه کړې چې په کوټه کې به له نګران صوبايي حکومت او سياستوالو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد ته ځي او هلته به د وفاقي حکومت له چارواکو سره ليده کاته کوي.

د دې کمېټۍ یوه غړي عطاالله د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په کوټه کې له پوځي چارواکو او په اسلام اباد کې له سیاسي مشرانو سره لیده کاته کړي دی.

ده وویل، د مولانا فضل الرحمان په ګډون یې سیاسي مشرانو د دریځ ملاتړ کړی او هیله لري چې په " نن یا سبا به له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو اترو پیل وشي."

د بلوچستان په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل شوی وو.

دوی غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.

پرلتوالو ته هره ورځ د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او د سوداګرو د اتحاديو مشران ويناوې کوي او د ملاتړ ډاډ ورکوي.

له پرلتوالو سره د پوځي او د نګران حکومت چارواکو خبرې کړې خو تراوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

په انګور اډه کې هم ورته پرلت روان دی

د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم پر هغه پوله د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کېدو پرضد پرلت دوام لري چې د نومبر پر ۲۰مه یې اتمه ورځ ده.

د یاد پرلت یو مشر ملک خالد وزیر مشال راډیو ته وویل چې د دې سیمې خلکو پر پوله د سختۍ پرضد د احتجاج په توګه د انګور اډې بازار او مرکزي لاره تړلې ده.

تر دې وړاندې د پرلت یو مخکښ مشر ملک ببري وزیر د نومبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاسپورټ او ویزې شرط د سیمې کاروبارونه او مزدورۍ اغېزمنوي.

پرلتوال داراز وايي چې د پولې دواړو خواوو ته اوسېدونکي پښتانه دي، خپلوۍ او تعلقات لري نو ځکه هم حکومتي پرېکړه نه مني.

د انګور اډې د پرلتوالو یوه څنډه
د انګور اډې د پرلتوالو یوه څنډه

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر یاسر سلیمان کونډي د نومبر پپر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د پاسپورټ او ویزې شرط د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ايښی دی چې دوی یې عملي کوي.

د پاکستان حکومت وايي چې له افغانستان سره د سفر لپاره یو ډول نظام عملي کوي او داسې نه شي کېدای چې په یو ځای کې دې خلک په پاسپورټ او ویزې او په بله لاره دې په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هغه هېواده باسي او له هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه وي.

پاکستاني حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې نه یوازې د بې اسناده افغان کډوالو نیولو او په زور له ملکه اېستلو ته دوام ورکړی دی بلکې د چمن پر پوله یې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط هم لازمي کړی دی.

XS
SM
MD
LG