د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو ستنېدنې د کارخانو مارکیټ کاروبارونه اغیزمن کړي دي


د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې افغانستان ته د کډوالو ستنېدنې لړۍ تېزه شوې ده ـ انځور له ارشیفه.
د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې افغانستان ته د کډوالو ستنېدنې لړۍ تېزه شوې ده ـ انځور له ارشیفه.

د پېښور سره نېږدې کارخانو مارکیټ دوکانداران وایي د افغان کډوالو د ستنولو بهیر یې کاروبارونه اغیزمن شوي دي.

کارخانو مارکیټ کې زیاتره دوکانداران د افغانانو سره په ګډه کاروبار کوي. دغه مارکیټ د بهرنو توکو لپاره مشهور دی او د پاکستان له بېلا بېلو برخو ورته خلک د سودا دپاره ورځي.

په هغه مارکیټ کې افغان دوکانداران وایی چې د خپلو شتمنیو په اړه اندېښمن دي او او وس خپلو دوکانونوکې زیاته سودا نه شي ساتلې. بل لور ته پاکستاني سوداګر وایي د نامالومه حالاتو له وجې افغان دوکاندارانو ته په قرض مالونه نه شي ورکولې نو ځکه یې ګودامونه د مالونو ډک دي او سودا یې نه خرڅیږي.

د الیکټرانک یا برقي الاتو یو افغان سوداګر عالم خان مشال راډيو ته وویل په پاکستان کې د اوسېدو اسناد او په بانک کې اکاونټ هم لري خو وروستیو حالاتو ویرولی دی.

"یریږم، ویم هسې نه بانک را نه پیسې ضبط کړي. غیر یقیني صورتحال سره مخ یو. په دوکان کې هم ډېر سامان نه شو ساتلی. کاروبار ته مو زړه نه کېږي. ۴۳ کاله مخکې پاکستان ته راغلي یو خو هیڅکه مو داسې سخته نه وه لېدلي."

د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې میشت بهرنیانو چې زیاتره یې افغانان دي، ته د اکتوبر تر ۳۱مې د وتلو مهلت ورکړی وو. تر هغې وروسته افغانستان ته د ستنو شویو خلکو بهیر ګړندی شوی دی او تراوسه څه کم پینځه لکه کډوال ستانه شوي دي.

په کارخانو مارکیټونو کې د خارجي توکو د هول سیل یو سوداګر برکت علي شینواری وایي چې افغان سوداګرو به ایبټ اباد، مانسهرې، لاهور او نورو ځایونو ته ترې مالونه په پور وړل او د باور اړیکه یې وه خو وروستیو حالاتو هر څه بدل کړل.

"افغان وګړو به هفته واره اوګرایي راکوله خو وس چې کله نه د دوی افغانستان ته د ستنولو لړۍ پيل شوې نو موږ ورته سامانونه نه شو ورکولې ځکه چې نن په کورونو او دوکانونو کې موجود وي او بیا چې سبا له ګورو نو افغانستان ته به تللي وي او یا په زور ایستل شوي وي. که مال نه ورکوو نو بیا زموږ سودا نه خرڅيږي."

د دوکاندرانو ترڅنګ د کارخانو بازار زیاتره اخیستونکي هم افغانان دي. د مارکیټ یو بل دوکاندار امتیاز اپریدی وایي چې افغانان هغه مارکیټ ته د ورځنۍ سودا او د ودونو سامانونو لپاره ورتلل خو د کله راهیسې چې د ستنېدنې بهیر پیل شوی دی نو هغه بازارونه هم ورسره شاړ شوي دي.

د پاکستان سرکاري ادارې ادعا کوي چې پاکستان ته نېږدې ۱۷ لاکه بې اسناده افغان کډوال ورغلي ول. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وایي د بې اسناده افغانانو ترڅنګ هلته نېږدې ۱۴لکه ثبت شوي او اسناد لرونکي کډوال ژوند کوي او هغه کډوال د پاکستان حکومت په زور نه شي ویستلی او هغوی په پاکستان کې د ژوند او کاروبار کولو اجازه لري.

XS
SM
MD
LG