د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د ښځو کرکټ لوبډلې بیا نیوزيلينډ ته ماتې ورکړه


د پاکستان ښځو کرکټ لوبډلې لوبغاړې (انځور: ارشیف)
د پاکستان ښځو کرکټ لوبډلې لوبغاړې (انځور: ارشیف)

د پاکستان کرکټ ښځینه ملي لوبډلې د نیو زیلینډ خلاف د دریوو لوبو ۲۰ اووریزه لوبلړۍ ګټلې ده.

د دواړو لوبډلو ترمينځ د دې سياليو دويمه لوبه د دیسمبر پر پينځمه د نيو زيلينډ په ډنېډين کې وشوه چې پاکستان د ۱۰ منډو په توپير وګټله. پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې.

په ځواب کې د نيو زيلينډ لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۲۷ منډې وکړای شوې او لوبه يې بايله.

تر دې وړاندې، د دیسمبر پر درېيمه، هم د پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلې نيو زيلينډ ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړې وه. د دواړو لوبډلو ترمينځ به د لوبلړۍ وروستۍ سيالي د دیسمبر پر نهمه د نيو زيلينډ په کوينزټاون کې کېږي.

له ۲۰ اووره لوبلړۍ وروسته به د پاکستان او نيو زيلينډ ښځينه کرکټ لوبډلې د دیسمبر له ۱۱مې، درې ۵۰ اووره يا يو ورځنۍ سيالۍ پيلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG