د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايلي ځواکونه وايي په غزه کې د حماس سره مخامخ جګړه کوي


د اکتوبر د دولسمې انځور: اسرايلي ځواکونه د غزې پر لور روان دي
د اکتوبر د دولسمې انځور: اسرايلي ځواکونه د غزې پر لور روان دي

اسرايل وايي ځواکونه یې د غزې په تړانګه کې د حماس له وسله والو سره مخامخ جګړه کوي.

د اسراییلو پوځ دا خبره د دیسمبر پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وکړه. د دوی دا بیان دې ته اشاره کوي چې اسرايلي ځواکونو د غزې په هغو جنوبي برخه کې مځکني عملیات پیل کړي چې په لوی شمېر کډوال پکې مېشت دي.

دا نوې جګړه له هغه وروسته پیل شوې ده چې د اسراییل او حماس ترمنځ ۷ ورځنی اوربند د دیسمبر پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېد. د هغه اوربند پرمهال د حماس لخوا یرغمل شوي ۱۰۵ کسان او له اسراییل سره بندي ۲۴۰ فلسطیني بندیان خوشي شول.

د اسرايلو پوځ د دیسمبر پر درېيمه د غزې په ګڼ مېشتو ښارونو، خان يونس او رفح کې خلکو ته امر کړی وو چې له خپلو سیمو ووځي. اېسوشيېيټيډ پریس خبري اژانس ليکلي چې دا امر په داسې حال کې خلکو ته ورکړل شوی چې اسرايلو د غزې په جنوبي برخو حملې زیاتې کړې دي. اسرايل ادعا کوي چې دغلته د امريکا او اروپايي اتحادیې لخوا ترهګرې اعلان شوې وسله والې ډلې، حماس مشران پټېږي.

اسرايلو د اکتوبر له اتمې راهیسې د غزې په شمالي برخو کې بمباري او ځمکني عمليات کړي دي چې له وجې یې ډيری ولسي وګړي جنوبي برخو ته کډه شول. د اکتوبر پر اوومه، حماس وسله والو پر اسرايلو په بې ساري بریدونو کولو سره هلته نيږدې ۱۲۰۰ کسان ووژل چې ډيری یې ولسي وګړي وو. حماس ۲۴۰ اسرايليان یرغمل کړي هم وو.

بلخوا په غزه کې د حماس تر ادارې لاندې روغتيايي اداره وايي چې د اسرايلو په ځوابي عملياتو کې له ۱۵۰۰۰ زیات فلسطينيان وژل شوي چې ډيری یې ولسي وګړي دي. د اسرايل وزيراعظم بنیامين نتنياهو د دیسمبر پر دويمه اعلان وکړ چې د حماس تر ختمولو به یې عمليات روان وي.

د یادونه ده چې حماس او اسرايلو غزې ته د بشري مرستو رسولو او اسرايلي يرغمليانو د خوشې کولو لپاره څلور ورځې اوربند کړی وو چې وروسته اوو ورځو ته اوږد شو. ملګرو ملتونو د دې اوربند د نور غځولو غوښتنه کړې ده خو اسرايلو نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG