د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو غزې ته پر محدوده پیمانه د تېلو لېږدولو اجازه ورکړې


اسراییلو د نومبر پر۱۷مه موافقه وکړه چې غزې ته په محدوده پیمانه د تېلو د ټانکرونو د تګ اجازه ورکوي: د ارشیف انځور
اسراییلو د نومبر پر۱۷مه موافقه وکړه چې غزې ته په محدوده پیمانه د تېلو د ټانکرونو د تګ اجازه ورکوي: د ارشیف انځور

اسراییلو د نومبر پر۱۷مه موافقه وکړه چې غزې ته په محدوده پیمانه د تېلو د ټانکرونو د تګ اجازه ورکوي او ژمنه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو لخوا د مرستې په غوښتنه باندې به "هیڅ محدودیت" نه وي.

دا له هغې وروسته ده چې پر اسراییلو نړیوال فشارونه زیات شوي چې د فلسطینۍ سیمې د محاصرې له وجې یې لوږه او ناروغي خورېدای شي.

اسراییلو ویلي، دوی موافقه کړې چې د واشنګټن په غوښتنه د ورځې د تېلو دوه لاریو ته اجازه ورکوي چې د ملګرو ملتونو د بنیادي ضرورتونه په پوره کولو کې مرسته وکړي. اسراییلو په پراخه کچه د مرستې د زیاتولو په پلانونو باندې هم خبرې وکړې چې پکې د غزې د ټپیانو درملنې لپاره د موقتي هسپتالونو جوړول شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالو په اسراییلو برید وکړ. تر هغې وروسته اسراییلي ځواکونو د حماس تر واکمنۍ لاندې غزې تړانګې باندې هوايي او ځمکنۍ عمليات پیل کړي او غربي هېوادونو هم د اسراییلو ملاتړ اعلان کړی دی.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یو تروریستي ډلې په توګه پېژني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG