د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او برتانیا پر حماس نور بندیزونه لګوي دي


د اسرايیلو پوځ وايي، د غزې په تړانګه کې د حماس پر ضد ځمکني عملیات کوي ـ د نومبر ۱۴مې انځور.
د اسرايیلو پوځ وايي، د غزې په تړانګه کې د حماس پر ضد ځمکني عملیات کوي ـ د نومبر ۱۴مې انځور.

امریکا او برتانیا د نومبر پر ۱۴مه د حماس پر افراطي ډلې د بندیزونو یو بل پړاو اعلان کړی دی.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یو تروریستي ډلې په توګه پېژني او نوي بندیزونه یې پر اسراییل د هغې ډلې د برید له وجې لګولي دي.

د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالو په اسراییل برید وکړ. تر هغې وروسته اسراییلي ځواکونو د حماس تر واکمنۍ لاندې غزې تړانګې باندې هوايي او ځمکنۍ عمليات پیل کړي او غربي هېوادونو هم د اسراییل ملاتړ اعلان کړی دی.

د دې بندیزونو هدف دا دی چې د حماس د تمویل لارې پرې کړي. په دې بندیزونو کې د حماس مهم مشران او په لبنان کې دېره د نبیل چومان صرافي په نښه شوي دي.

دا شرکت د شوې ادعا له مخې حماس ته د دې ډلې له لوی ملاتړي ایران څخه د پیسو د تمویل په چاره کې مرسته کوي. تېره میاشت امریکا اعلان وکړ چې د حماس د مالي سیسټم د ختمولو لپاره نړیوال ایتلاف جوړول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG