د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوشحال کاکړ د "پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ" په نوم نوی ګوند اعلان کړ


خوشال کاکړ په کوټه کې جلسې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
خوشال کاکړ په کوټه کې جلسې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

خوشال خان کاکړ د "پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ" په نوم د نوي ګوند اعلان کړی دی.

نوموړي دا اعلان د ډېسېمبر پر دويمه په قلعه سيف الله کې د پښتنو د ملي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۵۰م تلين لمانځلو غونډې ته په وینا کې وکړ. هغه وویل چې له دې وروسته به د دغه نوي ګوند تر چتر لاندې خپل سياسي فعاليت پرمخ وړي.

د یادونې وړ ده چې خوشال خان کاکړ تر اوسه له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه د بېلې شوې ډلې مشري کوله.

دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د ګوند د مرکزي کمېټۍ شاوخوا ۳۹کسان د ګوند له منشور او اساسي قانونه د سر غړولو په په تور له ګونده و ایستل.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه او ۲۰مه په کوټه کې کانګره وکړه او نوي مشران او عهدېداران يې وټاکل.

بل پلو له ګوند څخه اېستل شویو مشرانو هم د ډېسېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه نېټه په کوټه کې ورته غونډه وکړه او خوشال خان کاکړ یې د دوی په وینا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او مختار خان یوسفزی یې شریک مشر وټاکل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG