د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې اسټرالیا نیوزیلېنډ ته ماتې ورکړه


اسټرالیا د ټرویس هېډ د سلیزې او ډیویډ وارنر د نیمه سلیزې پر مټ مخالفې ډلې ته د ۳۸۹ منډو هدف ورکړی وو ـ پخوانی انځور.
اسټرالیا د ټرویس هېډ د سلیزې او ډیویډ وارنر د نیمه سلیزې پر مټ مخالفې ډلې ته د ۳۸۹ منډو هدف ورکړی وو ـ پخوانی انځور.

د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې اسټرالیا نیو زیلینډ ته پر پینځو منډو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۸مه په ترسره شوې دغه سیالۍ کې اسټرالیا لومړۍ بېټنګ وکړ او د ټرویس هېډ د سلیزې او ډیویډ وارنر د نیمه سلیزې پر مټ یې مخالفې ډلې ته د ۳۸۹ منډو هدف ورکړ.

د نیوزیلېنډ ټرینټ بولډ او ګلین پیليپي درې درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د نیو زیلېنډ ډلې دوه مخکښ لوبغاړي ژر وسوځېدل خو رچین رویندرا ۱۱۶، ډیري میچل ۵۴ او جیمي نیشم په اخیره کې چټکې ۵۸ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته په وروستي اور کې ۱۹ منډې پاتې وې، خو پوره یې نه کړې او د پینځه منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

که دا هدف پوره شوی وای نو د نړیوال جام په تاریخ کې به د غټ هدف پوره کولو ریکارډ جوړ شوی وای.

ټریویس هیډ په لومړي ځل په دې نړیوال جام کې ولوبېد او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG