د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې د سوداګرو، مزدورانو او سياسي ګوندونو پرلت پر اتمه ورځ دوام لري


د بلوچستان په چمن ښار کې د ځايي سوداګرو، مزدورانو او د سیاسي ګوندونو لخوا د حکومت د هغې پرېکړې خلاف چې پر پوله د تګ راتګ لپاره به پاسپورټ لرل لازمي وي، پرلت د اکتوبر په ۲۸مه هم دوام لري.

دا پرلت د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې روان دی او پکې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمنځ سامانونه لېږدول. دا ګنډېمار یا پانډیان دي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. پرلت وال وايي، د ټولو سیاسي ګوندونو ملاتړ ورته حاصل دی.

دوی وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره به د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره شي.

د پرلت ګډون والو د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهیسې د چمن لویه لار تړلې او وايي، تر هغې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

دوی غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر پوله دې د تېر په څېر په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

بل خوا د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د امنيت د ټينګښت او د قاچاق د مخنيوي لپاره يې د پاسپورټ او ويزې شرط اېښی دی. نوموړي زياته کړه چې له پرلتوالو سره يې خبرې روانې دي او هيله من دی چې يوې نتيجې ته به سره ورسېږي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په ګډون ټولو بې اسناده بهرنيو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې وخت ورکړی دی چې له هغه هېواده ووځي. حکومت ويلي تر هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه کوي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه پخوا د تګ راتګ لپاره ډېرې لارې وې خو پر کرښه د اغزن تار تر غځېدو وروسته د دواړو هېوادونو وګړي یوازې د تورخم، چمن، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستانونو له لارې قانوني تګ راتګ کولای شي.

پاکستان د ۲۰۱۶ز کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لارو د تلونکو راتلونکو لپاره د قانوني سفري اسنادو( پاسپورټ او ویزې) لرل لازمي کړي دي.

د تورخم پر لاره خلک له ویزې پرته سفر نه شي کولی او یوازې ناروغان او ورسره یو تن له ویزې بغیر پاکستان ته د تګ اجازه لري خو د چمن پر پوله ګڼ خلک د ویزې او پاسپورټ پرته تګ راتګ کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG