د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز ګوند ویلي چې د دوو ګوندونو په خوښه ټولټاکنې نه شي ځنډېلای


ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په جنورۍ کې په پاکستان کې انتخابات وشي ـ پخوانی انځور.
ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په جنورۍ کې په پاکستان کې انتخابات وشي ـ پخوانی انځور.

پاکستان پیپلز ګوند وايي، دا نه مني چې يوازې د دوو ګوندونو په خوښه دې په ملک کې راتلونکې ټولټاکنې وځنډول شي.

دا خبره د اکتوبر پر ۲۲مه د پيپلز پارټۍ پر رسمي ایکس پاڼه خپاره شوي د یاد ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرټر فیصل کريم کنډي په بیان کې شوې ده.

په بیان کې ویل شوي چې انتخاباتي کمېشن د پاکستان ايين ته پابند دی او نه شي کولای چې د ددوو ګوندونو په خوښه ټاکنې وځنډوي.

نوموړي د دغو ګوندونو نومونه نه دي اخيستي، البته تر دې يوه ورځ وړاندې يې د مسلم ليګ (ن) پر رهبر نواز شريف تنقيد کړی وو چې هغه د اکتوبر پر ۲۱مه د لاهور په جلسه کې د راتلونکو ټاکنو هېڅ ذکر و نه کړ.

د کنډي بله اشاره ښايي د جمیعت علما اسلام لور ته وه ځکه چې مولانا فضل الرحمن په وار وار ويلي چې په جنورۍ مياشت کې د موسم له کبله په يخو سيمو کې ټاکنې ممکنه نه دي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د پيپلز پارټۍ د څرګندونو په اړه لا څه نه دې ويلي. خو پیپلز پارټۍ او تحریک انصاف د ټاکنو د کره نيټې اعلانولو د غوښتنې ترڅنګ وايي چې انتخابات باید تر جنورۍ میاشتې هغې خواته و نه ځنډول شي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف پر سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه. تر هغې وروسته د قانون ترمخه باید انتخاباتي کمېشن او لنډمهالي حکومت په درو میاشتو کې انتخابات کړي وای، خو انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د ډيجيټل سرشمېرنې پر اساس به لومړی انتخاباتي حلقې جوړوي او وروسته به انتخابات کوي.

تحریک انصاف ګوند وایي هغوی په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې خپل حکومتونه د دې لپاره ړنګ کړي ول چې زر انتخابات وشي.

د ګوند د خیبر پښتونخوا مرستیال مشر ساجد مومند مشال راډیو ته وویل، که هغه وخت ټاکنې و نه شوې نو اوس باید نور و نه ځنډول شي.

هغه وویل "موږ د انتخاباتو د ځنډولو ضد د مخکې نه سپریم کورټ ته تللي یو. زموږ مطالبه ده چې د فریش (تازه) الیکشن نه بغیر په ملک استحکام نه شي راتللی."

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي د نویو حلقو جوړولو کار يې ګړندی کړی او د نومبر تر ۳۰مې پورې به یې پای ته رسوي، چې تر هغې وروسته به تر شاوخوا دوو میاشتو پورې انتخاباتي کیمپېن روان وي او د ۲۰۲۴ز کال د لومړۍ میاشت په پای کې به انتخابات کوي.

د سیاسي چارو پوه او د کراچۍ په اردو پوهنتون کې د ژورنالیزم د څانګې پخوانی مشر ډاکټر توصیف احمد خان وایي، که تازه انتخابات وشي نو ورسره به په سیاسي کچه کوم بدلون راتلل ګران دي.

هغه د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې راتلونکی حکومت به هم د اسټبلشمنټ په خوښه راځي. "د نړیوال بانک په وروستي راپور کې هم دا راغلي دي چې دلته (په پاکستان کې) سیاسي بحران دایمي دی او دې کار ډېرې ستونزې زیږولي دي."

پاکستان مسلیم لیګ (ن) او جمعیت علما اسلام (ف) جلسې زیاتې کړي دي او دواړو ګوندونو انتخاباتو ته د تیارۍ لپاره د هېواد په ځینو سیمو کې جلسې کړي دي.

دا راز پيپلز ګوند په ګډونو نورو ګوندونو هم انتخاباتي کمپینونه پيل کړي دي.

XS
SM
MD
LG