د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پيپلز ګوند او جمعيت علمای اسلام (ف) د انتخاباتو ځنډولو مخالفت کړی دی


د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په پای کې د عامو انتخاباتو کولو اعلان کړی دی. انځور له ارشيفه
د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په پای کې د عامو انتخاباتو کولو اعلان کړی دی. انځور له ارشيفه

پاکستان پيپلز ګوند او جمعيت علمای اسلام (ف) وايي په هېواد کې د راتلونکو عامو انتخاباتو ځنډېدل نه مني.

د اکتوبر پر دويمه، د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې که انتخاباتي کمېشن پر خپل وخت انتخابات نه کوي نو دوی به یې پر ضد په سپريم کورټ کې مقدمه وکړي.

تر هغه لږ مخکې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان په خوشاب کې يوې جلسې ته د وينا پر وخت وويل چې انتخاباتي کمېشن بايد "په غيرجانبدار ډول، په قانوني موده کې دننه شفاف انتخابات" وکړي. هغه زیاته کړه چې که داسې نه کېږي نو د مظاهرو په کولو سره به فشار اچول پيل کړي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف پر سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه. تر هغې وروسته باید انتخاباتي کمېشن او لنډمهالي حکومت په درو میاشتو کې انتخابات کړي وای، خو انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د ډيجيتل سرشمېرنې پر اساس به لومړی انتخاباتي حلقې جوړوي او وروسته به انتخابات کوي.

تر هغه وروسته انتخاباتي کمېشن د سېپټېمبر پر ۲۱مه په يو بیان کې وویل چې د نویو حلقو جوړولو کار يې ګړندی کړی او د نومبر تر ۳۰مې پورې به یې پای ته رسوي، چې تر هغې وروسته به تر شاوخوا دوو میاشتو پورې انتخاباتي کیمپېن روان وي او د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې به عام انتخابات وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG