د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي له هېچا غچ نه اخلي


نواز شریف وايي له هېچا غچ نه اخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د پاکستان مسلم لیګ (ن) رهبر او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ویلي دي چې له هېچا غچ نه اخلي او د هېواد د مسلو د هواري او راتلونکې لپاره کار کول غواړي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۱مه تر شاوخوا څلورو کلونو وروسته هېواد ته ستون شو او په لاهور کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه. شریف په داسې حال کې پاکستان ته ستون شوی چې ورباندې د شتمنیو په اړه د سمو معلوماتو نه ورکولو، درغلیو او له توشه خانې څخه د یو ګاډي خرڅولو په تور یوشمېر مقدمې دي او په یوه قضیه کې ورته عدالت د بند سزا هم اورولې ده. نوموړی پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او قضیې سیاسي بولي. د اسوشيېټېډ پرېس او مشال راډیو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG