د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ۳ وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده


د پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په نښتو او بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي ــ انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځ او تحريک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په نښتو او بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي ــ انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د اکتوبر پر ۱۶مه یې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې دوه وسلوال وژلي او یو یې ژوبل کړی دی.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په وينا، په دغو نښتو کې د پوځ دوه سرتېري هم وژل شوي دي. یاده اداره وايي، دا نښتې د جنوبي وزیرستان په اسمان منځه او د شمالي وزیرستان په میرامشا کې شوې دي.

پوځ زياتوي، په سیمه کې د وسلوالو له مينځه وړلو لپاره د هغوی خلاف عملیات روان دي.

تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ د دې ادعاوو سپیناوی کولی شي.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر شپږمه هم د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې او د یو شمېر نورو د ژوبلولو دعوه کړې وه. هغه عملیات د میرلي په حیدرخېلو کې شوي ول چې پکې پوځ د اتو مشکوکو وسلوالو د ژوبلولو او د څلورو نورو د ژوندي نیولو ادعا هم کړې وه.

د پاکستان پوځ او ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له اوږدې مودې راهیسې په عملیاتو، نښتو او بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

پوځ د اکتوبر پر درېیمه په ټانک کې د عملیاتو پر مهال د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

پر هم هغه ورځ ټي ټي پي په بیان کې د خپلو شپږو ملګرو وژنه تایید کړې وه خو په نښته کې یې د پینځو سرتېرو د وژنې دعوه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت وضع خرابه شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG