د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلا عبدالله کې خلکو د امنيت لپاره احتجاج کړی


په کلا عبدالله کې افغانستان ته تللی سړک - انځور له ارشیفه
په کلا عبدالله کې افغانستان ته تللی سړک - انځور له ارشیفه

د بلوچستان پښتون مېشته سيمه کلا عبدالله کې د يو ليويز سرتېري تر وژل کېدو وروسته ځايي خلکو افغانستان ته تلونکې لار د احتجاج په توګه تړلې وه.

چارواکي وايي د سيپتمبر پر ۲۴مه د مېزۍ اډې په سيمه کې ليويز سرتېری عبدالباري له ډيوټۍ وروسته کور ته پر لار وو چې ورباندې ناڅرګنده وسلوالو ډزې وکړې. د دوی په وینا، په حمله کې سرتېری ژوبل شو چې وروسته د سختو ټپونو له وجې په هسپتال کې مړ شو. تر اوسه هيچا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

تر دې وروسته ځايي خلکو د احتجاج په توګه له کوټې څخه افغانستان ته تلونکې لاره وتړله. دوی په وژنه کې د لاس لرونکو کسانو د نيولو غوښتنه کوله.

يو احتجاج کوونکي او قومي مشر داد محمد کاکړ مشال راډيو ته وويل چې دا لومړی ځل نه دی چې په کلا عبدالله کې داسې پېښې کېږي. هغه زیاته کړه چې تر څو ورته حکومت د امنيت ډاډ نه وي‌ورکړی، احتجاج نه ختموي.

خو د کلا عبدالله مرستيال کمېشنر هدایت الله بلوڅ ويلي چې مظاهره کوونکو ته یې د امن ډاد ورکړی دی. د هغه او نورو چارواکو له احتجاجیانو سره کړې مذاکرات بریالي شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG