د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران ادعا کوي چې د داعش ۲۸ غړي‌ یې نيولي


ایراني پوځيان په تهران کې - انځور له ارشیفه
ایراني پوځيان په تهران کې - انځور له ارشیفه

ايراني چارواکي دعوه کوي چې د داعش وسله والې ډلې یو لوی پلان يې شنډ کړی چې غوښتل يې په تهران کې ۳۰ بمي چاودنې وکړي.

د ایران کورنيوو چارو وزارت د سيپتمبر پر ۲۴مه، په يوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې چې په دې تړاو يې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې يا داعش ۲۸ غړي نيولي دي. د وزارت ترمخه، نيول شوي کسان په شام، افغانستان، پاکستان او د عراق په کردستان سيمه کې د فعاليتونو سابقه يا ماضي لري.

تر اوسه دغو هېوادونو او داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ایران کورنيوو چارو وزارت د دغو کسانو د ګرفتارۍ کره نېټه نه ده ښوولې خو ويلي یې دي چې دا کسان په تېرو څو ورځو کې نیول شوي. چارواکي وايي نيول شويو کسانو پلان درلود چې د تهران په ګڼ مېشتو سيمو کې پر يو وخت ۳۰ ترهګريزه چاودنې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG