د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضا رباني: د زده کوونکیو له اتحادیو دې بندیز واخېستل شي


د پاکستان سېنېټ مشر رضا رباني
د پاکستان سېنېټ مشر رضا رباني

د پاکستان سېنېټ مشر په هېواد کې د طالبعلمانو پر اتحادیو لګول شوی بندیز غېر آییني او غېر اخلاقي وباله او ویلي یې دي چې د زده کونکیو جمهوري حق پرځایکولو لپاره دې لګېدلی بندیز ژر تر ژره واخېستل شي.

اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د ټول سېنېټ کمېټۍ غونډې پر مهال د سېنېټ چیېرمېن میا رضا رباني وویل چې په پوهنتونونو او کالجونو کې د زده کونکیو پر اتحادیوبندېز باید لېرې کړل شي ځکه چې د دې په وجه د روزنې د یو عمل مخه نیول کېږي او سپریم کورټ چې په۱۹۹۳ م کال کې پر دغه اتحادیو لګېدلی بندیز غېرآییني دی.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې پر دې مسله دې قانون سازي وکړي او د سېنېټ کمېټۍ ته يې وویل چې ژر تر ژره دې یو قرارداد جوړ کړي.

په دې اړه له مشال راډیو سره په خبرو کې سېنېټرې روبینه خالد وویل:

"تاسو وګورئ دا وخت چې کوم نامتو سیاسي مشران دي لکه افراسیاب خټک، اعتزاز احسن او رضا رباني صېب، دا ټول د زده کونکو له تنظیمونوراغلي دي نو اوس چې دغه نرسري بنده شوه نو یوه خلا پيدا شوه باید چې له دې اتحادیو بندیز پورته کړل شي، له سیاسي پلوه موږ ورته ډېر ضرورت لرو."

د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ غړی افراسیاب خټک چې خپله همد زده کونکيو سازمان پخوانی غړی اوسېدلی وايي، له تعلیم سره سره د سیاسي روزنې لپاره دا ډول تنظیمونه ډېر ګټور کردار لوبوي:

"کله چې پخوا د طالبعلمانو یونین موجود ول او دوی کارکولو نو دا ډېرې صحتمندې هلې ځلې وې او د دې ډېرې ګټې وې. له دې چې کوم ځوانان راوتلي دي هغوی بیا په ملک کې ډېر اهم کردار ادا کړی دی ځکه چې هغوی دا تربیت اخېستی وو چې سړی پکې خپل دلیل وايي او د بل دلیل اوري سړی په عقل سره په منطق سره بحث هم کولی شي نو دا چې د ضیا الحق وخت کې په دې بندېز ولګېدو او دا انتها پسندي راغله او خلکو ټوپکې راپورته کړې نو هغه ټول کلتور يې خراب کړو بلکل سېنېټ ډېره ښه فېصله کړې ده او پکار ده چې قرارداد پاس کړي او حکومت دې ته غوږ کېږدي او د زده کونکو تنظیمونه باید بحال کړي."

مشال راډیو چې په دې اړه د مردان عبدالولي خان پوهنتون د طالبعلمانو سازمان پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن له جنرل سیکرېټري نجیب زېري نه وپوښتل نو هغه وویل:

"تنظیمونه خو اول دا کوښښ کوي چې زده کونکي خپله توجه سبق ته ورکړي او پس له دې په اتحادیوکې هلې ځلې کوي او له دې سربېره د زده کونکیو خپل حقونه دي او نورې سیاسي مسلې يې دي نو که دغه ته طالبعلم په میاشت کې یوه ورځ ورکړي نو په دې کې څه بده خبره خو نه ده. او بله دا چې په دې اتحادیو کې سیاسي مشرتابه پیدا کېږي او د هغوي روزنه کېږي اوس چې په پېراشوټ باندې یو لیډر راکوز شي نو هغه به څه لیډر وي."

د سېنېټ غونډې دوران د جمعیت علما اسلام ف ډلې سېنېټرانو د زده کونکیو د اتحادیوبحالولو مخالفت وکړ او ویې ویل چې له دې د ځوانانو پر تعلیم بد اغیز پرېوځي.

XS
SM
MD
LG