د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د زده کوونکو د سازمانونو بحالۍ لپاره ضابطه اخلاق جوړوي


د نومبر پر ۲۹مه نېټه د زده کونکو د پاکستان په کچه د خپلو حقونو په حق کې مظاهرې وکړې. 
د نومبر پر ۲۹مه نېټه د زده کونکو د پاکستان په کچه د خپلو حقونو په حق کې مظاهرې وکړې. 

پراګ ـ د پاکستان وزیراعظم په پوهنتونونو کې د زده کوونکو د سازمانونو د بحالۍ لپاره د ضابطه اخلاق د جوړولو هوډ ښکاره کړی دی.

عمران پر ټویټر لیکلي چې د هیواد راتلونکی مشران په پوهنتونونو کې تربیه کېږي، نو دوی به په نړیوال کچ اعلی معیار په پام کې نیولو سره د زده کوونکو لپاره ضابطه اخلاق جوړوي.

عمران خان ویلي، له بده مرغه اوس مهال پوهنتونونه د تشدد او جګړې په میدانونو بدل شوي دي.

تر دې وړاندې د وزيراعظم د اطلاعاتو د څانګې سلاکارې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه پر ټویټر پاڼه وليکل چې د ځوانانو د خوبونو رښتيا کول د عمران خان مشن دی.

نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته کړې چې د نومبر پر ۲۹مه نېټه د زده کوونکيو د پاکستان په کچه د خپلو حقونو په حق کې مظاهرې وکړې.

دغو مظاهرو ته په اشارې سره د وزيراعظم سلاکارې ويلي چې دا په ځوانانو کې د خپلو حقونو د خونديتوب په لړ کې د هغوی د پوهې څرګندونه کوي چې د خوشالۍ خبره ده.

نوموړې زياته کړه چې زده کوونکي هغه طاقت دی چې د هېواد د پرمختګ لپاره پر نوي فکر، بصيرت او جذبه ولاړ جمهوري مشرتابه رامنځ ته کوي.

د نومبر پر ۲۹مه نېټه د سټوډنټس اېکشن کمېټۍ تر چتر لاندې د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په زرګونو زده کوونکيو مظاهرې کړې وې.

هغوی په پوهنتونو کې د زده کوونکو د سازمانونو بحالي، د پوهنتونونو غيرپوځي کولو او په تعليمي بجټ کې ۱۰ فيصده زياتوالي ترڅنګ نورې ګڼې غوښتنې لرلې.

د سټوډنټس اېکشن کمېټۍ يو مشر حيدر کليم د ډېسېمبر پر لومړی نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې د وزيراعظم عمران خان د جامع تګلارې جوړولو د امر هرکلی وکړ.

خو نوموړي زياته کړه چې بايد حکومت تشې خبرې ونکړي بلکې دې ته دې عملي بڼه هم ورکړي.

حيدر کليم وويل، تر جامع تګلارې جوړولو وړاندې بايد د پاکستان په کچه د زده کوونکيو يوه کمېټۍ جوړه شي او د لومړي ګام په توګه دې په پوهنتونونو کې د يونين ټاکنې وشي.

هغه زياته کړه چې د انتخاباتو له کېدو وروسته به د يونين مشران سره کښېني او د خپلو راتلونکو چارو په اړه به فيصلې وکړي.

کله چې مشال راډیو له حيدر کليم سره مرکه کوله نو هغه مهال په پس منظر کې د مظاهرچيانو شعارونه اورېدول کېدل.

هغه زياته کړه، د خپګان خبره داده چې هغوی په داسې حال کې د عمران خان د بيان ستاينه کوي چې دا وخت په پنجاب پوهنتون کې د خپلو هغو ملګرو په اړه احتجاج کوي چې په مظاهرو کې يې تقريرونه کړي ول چې د هغه په وينا له کبله يې پوليسو ورباندې مقدمې جوړې کړې دي.

هغه تور پورې کړ چې د زده کوونکيو په مظاهره کې ويناکوونکيو باندې د لاهور پوليسو مقدمې جوړې کړې دي چې پکې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير وراره علمګير وزير، د مردان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار اقبال لالا، د لاهور يو اکادمیسون عمار علي جان او د ګورنمېنټ کالج لاهور زده کوونکی فاروق طارق شامل دي.

البته دا تصديق ونشو چې په رښتيا هم پوليسو مقدمې جوړې کړې ده او که نه خو حيدر کليم وويل چې که له عالمګير وزير سره د هغوی ملاقات ونکړل شو نو بیا به سړکونو ته ووځي.

د پاکستان زياترو سياسي ګوندونو د ځوانانو د نومبر ۲۹مې نيټې د مظاهرو ملاتړ اعلان کړی وو.

د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود ويلي وو چې د طلبه يونين د بحالۍ خبره په د وفاقي کابينې په راتلونکې غونډه کې پورته کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG