د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې زده کوونکو د خپلو غوښتنو لپاره لاریونونه وکړل


د جهانزېب کالج زده کوونکي. انځور - ارشیف
د جهانزېب کالج زده کوونکي. انځور - ارشیف

په پاکستان کې زده کوونکو په پوهنتونونو کې د يونين سازۍ په ملک کې د وړيا تعليم او يو شمېر نورو غوښتنو لپاره د ملک په بېلا بېلو ښارونو کې د نومبر پر ۲۶مه لاريونونه وکړل.

د زده کوونکو اتحاديې "پروګريسيو سټوډنټ کليکټيو" اعلان کړی وو چې د خيبر پښتونخوا، پنجاب، سند، بلوچستان، ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر په ګڼو ښارونو کې به د دې لپاره لاريونونه کوي چې حکومت یې غوښتنې ومني.

د زده کوونکو په غوښتنو کې د ځينو نورو تر څنګ په تعلیمي ادارو کې د زده کوونکو پر یونين سازۍ بندیزونه ختمول، په سرکاري او غیر سرکاري تعلیمي ادارو کې فېسونه راکمول او په کلنۍ وفاقي بودیجه کې د تعليم لپاره پنځه فيصده حصه بيلول شاملې دي.

د زده کوونکو اتحاديې "پروګريسيو سټوډنټ کليکټيو" په دې لاریونونو کې د ولسي ګډون لپاره له تېرو څو اونيو کمپاين پيل کړی وو.

د پېښور پریس کلب مخې ته تر شوي لاریون وروسته د یادې اتحادیې یو مرکزي مشر سنګین پښتون وویل، "زموږ فیسونه زیات شوي، زموږ په هاسټلونو کې مسلې دي، زموږ په امتحانونو کی هم مسلې شته، هر وخت نوي نوي قوانین جوړیږي."

سنګین پښتون زیاته کړه چې دوی په خیبر پښتونخوا د ورګډو شوو پخوانیو قبایلي سیمو د زده کوونکو لپاره هم تعلیمي وظیفې غواړي.

د ده په وینا، تر څه وخته چې په پاکستان کې د زده کوونکو اتحادیې یا یونېن نه وي‌ نو تر هغه وخته به د زده کوونکو دا ستونزې پر ځای پاتې وي.

په پاکستان کې د زده کوونکو پر اتحادیو د ۱۹۸۴ز کال د جنورۍ پر ۳۰مه د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ضیاالحق بندیز لګولی وو.

د پپلز ګوند مشرې بېنظیر بټو دا بندیز په ۱۹۸۹ز کال کې لرې کړی وو. بیا د ملک سپریم کورټ د ۱۹۹۲ز کال د جولايي پر لومړۍ نېټه بیرته لګولی وو.

خو د ۱۹۹۳ز کال د مارچ پر ۱۰مه یې د زده کوونکو د سازمانونو بیرته بحالولو امر کړی وو. خو له هغه راهسې که څه هم څو حکومتونه راغلي‌ او تللي دي خو د عدالت دا امر نه دی عملي شوی.

پرګريسيو سټوډنټ کليکټیو د هم دې لپاره د ۲۰۱۸ز کال د نومبر له ۳۰مې راهېسې هر کال په ټول ملک کې پراخ احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG