د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلکو د تیندو سړک جوړېدو لپاره احتجاج وکړ


احتجاج کوونکو د صدې پر بای پاس سړک د څو ساعتونو لپاره پرلت وهلی وو او دغه لاره یې تړلې وه.
احتجاج کوونکو د صدې پر بای پاس سړک د څو ساعتونو لپاره پرلت وهلی وو او دغه لاره یې تړلې وه.

د کورمې ضلعې د تیندو سیمې اوسېدونکیو د سيپتمبر په ۱۸مه د سیمې د سړک د جوړېدو لپاره یو احتجاجي لاریون تر سره کړ.

د دغو مظاهره کونکیو وینا وه چې د صدې د سړک جوړولو کار د ځنډ ښکار دی چې له وجې یې دوی په تګ راتګ کې سخت مشکلات لري. دوی د صدې پر بای پاس سړک د څو ساعتونو لپاره پرلت وهلی وو او دغه لاره یې د هر قسم ټریفک لپاره تړلې وه.

د سیمې یو اوسېدونکي محمد جبار مشال راډیو ته وویل، که غوښتنه یې ونه منل شوه نو یو ځل بیا به احتجاج کوي: "سړک يې ړنګ کړی دی یوازې شګه يې پرې اچولې او نور څه کار نشته، خلکو ته په تګ راتګ او سامانونو وړلو کې ډېر مشکلات دي. پرون هم دلته یوه حادثه شوې وه ځکه چې لاره ډېره خرابه ده."

د تیندو لارې دا سړک نه یوازې د منځنۍ کورمې ډېرې سیمې له یو بل سره تړي، بلکې پر دغه لاره خلک اورکزو ته هم ځي راځي. د سیمې خلک وایي دغه سړک په ۲۰۰۹ز کال کې د پوځی عملیاتو پر مهال خراب شوی وو.

خلک وايي، حکومت یوازې سړک سپړلی او شګه یې پرې اچولې ده.
خلک وايي، حکومت یوازې سړک سپړلی او شګه یې پرې اچولې ده.

د تیندو یو بل اوسیدونکي رضوان الله شاکر هم په مظاهره کې برخه اخیستې وه او مشال راډیو ته یې وویل چې دا لاره په ۲۰۰۹ز کال کې د پوځي عملیاتو پر مهال خرابه شوه ځکه چې په زیات شمېر کې پوځي ګاډو پرې تګ راتګ کولو. نوموړی وايي سړک په خراب حالت کې هم د دې وړ وو چې ګاډي او خلک پرې تګ راتګ وکړي خو له کله نه چې د بیا رغونې په نوم سپړل شوی، د خلکو او د ګاډو د تګ راتګ مخه یې نیولې ده.

بلخوا په دغه اړه د مواصلاتو او خدمتونو ادارې (Communication and Works Department) ځايي چارواکي وایي دوی د فنډ له کمي سره مخ دي نو ځکه پر دغه سړک کار د ځنډ ښکار دی. ځايي چارواکي وايي که حکومت پاتې ۶۰ فیصده فنډونه په وخت ورته ورکړي نو پاتې کار دوی په روان کال کې سر ته رسولی شي.

په سیمه کې د سي اینډ ډبلیو مشر مشتاق علي د سيپتمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د فنډونو د کمبوت له وجې د یاد سړک د رغېدو چارې ځنډېدلې دي. هغه وړاندې وايي، دا مهال له هغوی سره یوازې ۳۳ لاکه روپۍ دي چې پرې یو معمولي پل هم نه جوړېږي نو د تیندو سړک به پرې ځنګه جوړوي؟ د نوموړي په وینا دا یوازې د تیندو سړک نه دی بلکې په منځنۍ کورمه کې په شپږو نورو ځایونو کې هم کار د فنډونو د کمبوت له وجې درېدلی دی.

په منځنۍ کورمه کې له صدې تر وام پورې د سړک د جوړولو او پراخولو پروژه د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې پرانیستل شوې وه او کار پرې روان شوی وو چې لا هم پای ته نه دی رسېدلی. حکومت هغه مهال د دغه اووه کیلومیټره اوږد او ۲۰ فټه پلن سړک د جوړولو لپاره د ۱۷ کروړو روپو تخمینه لګولې وه او په تېرو دوو کلونو کې د هغو پیسو یوازې ۴۰ فیصده یې جاري شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG