د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو د بلوچستان په انتظامي او عدلي څانګو کې د مېرمنو د شمېر زیاتولو لپاره کار پيل کړی


په پاکستان کې ښځې پوليسانې په يوه دستوره کې ګډون کوي ـ د ارشیف انځور
په پاکستان کې ښځې پوليسانې په يوه دستوره کې ګډون کوي ـ د ارشیف انځور

د مېرمنو د ځواکمنتیا لپاره کارکوونکې د ملګرو ملتونو اداره - یو این وومین - وايي، د کوټې په ګډون یې د بلوچستان په څلور ضلعو، لورالايي، تربت او نصیراباد کې داسې پروژه پیل کړې ده چې مېرمنې په ځانګړې توګه انتظامیه او عدلیه کې کارکولو ته وهڅوي.

د دوی په وینا، دا پروژه ځکه په کار اچول شوې ده چې په بلوچستان کې مېرمنې په انتظامیه او عدلیه کې د نورو صوبو په څېر مناسب شتون نه لري.

د یو این وومین بلوچستان د قانوني چارو پوه خلیل خان د سېپټمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې دا دوه کلنه پروژه وار له مخه پیل شوې ده.

نوموړي د جرمني په مالي ملاتړ د ترسره کېدونکې دې پروژې د ځانګړي هدف په اړه وویل:"دلته په پولیسو، لیویزو او عدلیه کې د مېرمنو شتون ډېر کم دی. دا د وخت ضرورت دی چې موږ په دې ادارو کې د مېرمنو موجودګي زیاته کړو. اوس که له مېرمنو سره تړلې د قانون عملدارۍ مسله وي او یا یو جرم شوی وي نو چې ښځه ورشي او دا مسله هواره کړي."

خلیل خان وویل، حکومت په ټولو سرکاري ادارو کې د مېرمنو لپاره پنځه فیصده برخه بېله کړې ده خو د ده په وینا، که څه هم د دوی په هڅو په پولیسو کې دا برخه لس فیصده ده خو بیا هم د مېرمنو له خوا مناسبه لېوالتیا نه لیدل کېږي.

ده وویل: "که پولیس تاڼه وي او که لېویز تاڼه وي نو په هغه کې له مېرمنو سره د خبرو لپاره هم نارینه افسران ناست وي. نو دا په خپله له رازدارۍ یو سرغړونه ده. د بېلګه په توګه که پر مېرمنې څه ذهني، جسماني او یا جنسي تشدد شوی وي، نو موږ غواړو چې هغه ښځه دا خپل بیان د یو نارینه افسر پر ځاي ښځینه افسر ته ورکړي."

خلیل خان وویل چې دوی په دې اړه له زده کوونکو او د ټولنې د هرې برخې له وګړو سره د وار له مخه قوانینو د عملي کېدو او لا نورو اړوند قوانینو جوړېدو لپاره هلې ځلې کوي.

په پاکستان کې په ۲۰۲۳م کال کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د بلوچستان ټوله ابادي نژدې یو نیم کروړ ښودل شوې ده چې تر نیمايي څه کم پکې مېرمنې دي.

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو پراخه صوبه ده نو ځکه یې زیاتره خلک په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې ژوند کوي. د دې له کبله په ځانګړې توګه مېرمنې عصري او ښاري ژوند ته لاسرسی نه لري.

د مېرمنو د ځواکمنتیا لپاره د کارکوونکي غیر حکومتي سازمان عورت فاونډېشن د بلوچستان مشر علاوالدین خلجي مشال راډیو ته وویل، د بلوچستان په څېر صوبې لپاره داسې پروژې بیخي د هرکلي او ستاینې وړ دي.

پښتنې د ژوند په ټولو څانګو کې د کار کولو اجازه ولې نه لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:37:12 0:00

د ده په وینا، د بلوچستان په څېر ټولنو کې هم داسې کارونه او هڅې کولای شي چې د مېرمنو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

علاوالدین خلجي وویل، دوی هم په دې پروژه کې له یو این وومین ادارې سره همکاري کوي او نتیجو ته یې خوشبینه دي.

ده زیاته کړه: "د نارینه وو په ذهنونو کې دا تاثر دی چې کومه ښځه پولیسو، لیویزو یا عدالت ته لاړه شي هغه بده ښځه ده. دا تاثر به موږ ختموو. پولیس او عدلیه د انصاف ورکړې لپاره ډېرې مهمې ادارې دي او په دې کې د مېرمنو موجودګي په خپله د مېرمنو د اسانتیاوو لپاره ډېره ضروري ده. نو ځکه دا پروژه ډېره مهمه او اړینه ده."

علاوالدین خلجي وویل، د عامه پوهاوي لپاره به د یونېن کونسلو په کچه داسې کمېټۍ هم جوړېږي چې مېرمنې، پولیس او د قانون پوهانو استازي شامل وي.

د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي، په کار ده چې د ریاستي ادارو په سرپرستي کې داسې هڅې وشي چې د مېرمنو په اړه منفي ذهنیت بدل او د هغوي ټول جایز حقونه خوندي کړل شي.

XS
SM
MD
LG