د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نېلسن منډيلا مېرمن وايي طالبان دې له ښځو سره "تعصب" بند کړي


ګراشا مېشل د ملګرو ملتونو يوه غونډې ته وینا کوي ــ انځور له ارشيفه
ګراشا مېشل د ملګرو ملتونو يوه غونډې ته وینا کوي ــ انځور له ارشيفه

د بشري حقونو نوموتې فعالې او د سولې نوبېل جایزې ګټونکي د جنوبي افريقا پخواني ولسمشر نېلسن منډېلا مېرمنې پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې دې "تعصبي کړنې" بندې کړي.

د بريتانوۍ ټېلېګراف ورځپاڼې د راپور له مخې ۷۷ کلنې ګراشا مېشل، چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو یوه مهمه مبارزه ګڼل کېږي، ويلي چې پر طالبانو باید فشارونه راوستل شي. هغې ورځپاڼې ته ويلي چې نړيوال بايد طالبانو ته وښيي چې نژادي تبعیض نه مني.

د مېشل دا خبرې ځکه مهمې ګڼل کېږي چې هغې او مېړه یې نېلسن منډيلا په افریقا کې له تور پوستو سره د نژادي توپير او تعصب (اپارتايډ) پر ضد په کلونو مبارزه کړې ده. هغې ويلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د اپارتایډ يوه بڼه ده.

مېشل ټېلېګراف ورځپاڼې ته ویلي چې نړۍ تر اوسه پر افغانستان د واکمنو طالبانو پر وړاندې، چې پر ښځو یې سخت محدودیتونه لګولي، ډېر نرم دریځ غوره کړی دی.

طالبانو د هغې د خبرو په ځواب کې څه غبرګون نه دی ښوولی.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د کار او نجونو له ۱۰م ټولګي پورته د زدکړو بندیز لګولی دی. طالبانو په دې اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو فشارونه نه دي‌ منلي‌او دا یې داخلي مسله یاده کړې ده.

ګراشا مېشل چې، د افغان ښځو د حقونو په ملاتړ یې غږ اوچت کړی، په ۱۹۹۸ز کال کې له نېلسن منډېلا سره واده وکړ او د هغه تر مړینې پورې یې ورسره ګډ ژوند وکړ. نوموړې د موزمبیق اوسېدونکې او د سولې لپاره د کارکوونکي يو نړيوال بنسټ مشره ده.

نېلسن منډېلا، چې په جنوبي افریقا کې د وخت د اپارتایډ رژیم پر وړاندې مبارزه کوله، په ۱۹۹۴ز کال کې د هغه هېواد د لومړني تورپوستي ولسمشر په توګه وټاکل شو. هغه تر ۱۹۹۹ز کال پورې دغه دنده مخته وړې وه. خو تر دې مخکې نوموړي د خپل عمر ډير کلونه د خپلې مبارزې له وجې په زندان کې تېر کړي ول. د منډېلا د ښه کار لپاره، هغه ته د سولې نوبېل جایزه ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG