د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیا جام کرکټ سیالیو کې سبا سري لنکا او بنګله دېش یو بل ته مخامخېږي


د دواړو لوبډولو ترمینځ دا سیالي د جام د څلور غوره لوبډلو له سیالیو څخه ده ـ د اګست ۳۱مې انځور.
د دواړو لوبډولو ترمینځ دا سیالي د جام د څلور غوره لوبډلو له سیالیو څخه ده ـ د اګست ۳۱مې انځور.

د اسیا جام د کرکټ سیالیو په لړ کې سبا (د سېپتمبر پر نهمه) د سري لنکا او بنګلادېش لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې په کولمبو کې هغه یو ورځنۍ لوبه د پېښور پر وخت د ماسپښین پر دوه نیمو او د کابل پر دوو بجو پیل شي.

تر دې یوه ورځ وروسته به د پاکستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې هم په کولمبو کې سیالي ولري.

د اسیا جام د څلور غوره لوبډلو ترمینځ دا سیالۍ به د سېپټېمبر تر ۱۵مې پورې روانې وي او ورڅخه به دوه لوبډلې د سېپټېمبر پر ۱۷مه په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG