د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکرایني ښار د روسيې بريد کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي دي


چارواکي وايي، برید د سېپټېمبر پر شپږمه په بازار کې شوی دی.
چارواکي وايي، برید د سېپټېمبر پر شپږمه په بازار کې شوی دی.

اوکراینیو چارواکو ویلي چې د ختیز ښار کوستیانتینیفکا په یو مصروف بازار کې د روسیې د توغندیو په برید کې لږترلږه ۱۷ تنه وژل شوي او ګڼ ټپیان دي.

ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي، ملګرو ملتونو او د اوکراین ملګرو سمدستي د سېپټېمبر شپږمې د برید غندنه کړې ده.

د سېپټېمبر پر شپږمه اوکراینیو چارواکو پر ټولنيزو رسنيو ویډیوه خپره کړې چې پکې ښکاري چې بخموت او د جګړی لومړۍ کرښې ته نېږدې په تر برید لاندې راغلي صنعتي ښار کې خلک په لارو کوڅو کې پر ځمکه پرېوځي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر اېهور (اېګور) کلېمېنکو ويلي چې په حمله کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۲ ټپیان دي. نوموړي زیاته کړه چې د لټون او ژغورنې عملیات بشپړ شوي دي.

ولسمشر زېلېنسکي وویل چې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی. هغه دا پر یو "سوله ییز ښار" قصدي برید وباله او زیاته یې کړه چې د "روسیې شر" باید ژرتر ژره مات شي.

د اوکراین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو استازې ډینیس براون دا برید "د نفرت وړ" بللی او اروپايي ټولنې بیا "بدرنګه او وحشیانه" یاد کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر ویلي چې د روسیې دا وحشیانه بریدونه د اوکراین له خلکو سره د مرستې د دوام اهمیت په ګوته کوي.

دا برید اوکراین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکېن د نا اعلان شوي سفر په جریان کې شوی دی. نوموړي د سېپټېمبر پر شپږمه په کییف کې د اوکراین له لوړپوړو چارواکو سره وکتل او هلته یې د اوکراین د روانو عملیاتو او "هغه څه چې د اوږدې مودې لپاره اړین دي " لپاره د امریکا د ملاتړ ژمنه وکړه.

هغه د اوکراین لپاره له یو ارب (مېلیارده) امریکايي ډالرو څخه د زیاتو تازه مرستو اعلان وکړ چې پکې د څه د پاسه ۶۶۵ مېلیونه ډالرو پوځي او ملکي امنیتي مرستې او د اوکراین د هوايي دفاع ملاتړ او نورو برخو لپاره هم مېلیونونه ډالر شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG