په پنځوس اووره ایشيا کرکټ کپ سیاليوو کې هند نيپال ته ماتې ورکړه او د لوبلړۍ بل پړاو ته ورسېد.
د سيپتمبر پر څلورمه د سري لنکا په پاليکالې کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ نيپال وکړ او په ۴۹ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۳۰ منډې جوړې کړي. د باران له امله د هند پاڼۍ ۲۳ اوورونو ته لنډه شوه او هدف ورته ۱۴۵ وټاکل شو.
هند دغه رنزونه د ويکټو له غورځېدو پرته، په ۲۱ اوور کې پوره کړل. د هند روهيت شرما ۷۴ او شوبمن ګيل ۶۷ رنزونه وکړل. شرما د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته هند د ټورنمنټ بل پړاو ته ورسېد او نيپال له سیاليوو بهر شو. د دوی تر څنګ پاکستان هم بل پړاو ته لار موندلې ده.
د دې ټورنمنټ راتلونکې سیالي د سیپتمبر پر پينځمه د افغانستان او سري لنکا ترمنځ په لاهور کې کېږي. دا لوبه د پېښور په وخت دوه نيمې بجې پيليږي.
د سيپتمبر پر درېيمه، د ایشيا کپ د لوبو په لړ کې په لاهور کې شوې یوې بلې سیالۍ کې بنګله دیش افغانستان ته ماتې ورکړه. بنګلهدېش په ۵۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۳۴ رنزونه وکړل. افغانستان دا هدف پوره نه شوای کړلی او ټول لوبغاړي یې په ۴۸ اوورونو کې د ۲۴۵ رنزونو په کولو سره اوټ شول.
د دې لړۍ په مخکنیو شويو سیاليوو کې پاکستان نيپال او سري لنکا بنګله دیش ته ماتې ورکړې وه. د پاکستان په کوربه توب، د دې کال د ایشيا کپ کرکټ څو سیالۍ په سري لنکا کې هم کېږي. د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي د اګست پر ۳۰مه، په ملتان کې وه او فاینل به یې د سيپتمبر پر ۱۷مه په کولمبو کې کېږي.