د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: ټرافیکي حادثه کې ۱۶ کسان وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د عراق د پلازمېنې بغداد په شمال کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه شپاړس کسان وژل شوي چې اکثره یې ایرانیان دي.

د عراق دولتي اژانس اینا د سېپټېمبر په دویمه د صلاح الدین ولایت د صحي خدماتو د مدیر خالد برهان په وینا خبر ورکړ، چې دا پېښه تېره شپه د دجیل او سامرا ترمنځ وشوه او په دې پیښه کې ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

برهان د دې ترافیکي پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ یوازې یې دومره ویلي دي چې اکثر تلفات ایراني شیعه زیارت کوونکو ته اوښتي دي.

هر کال د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره په میلیونونه شیعه د عراق کربلا ښار ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG