د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې د خښتو ۶۰۰ بټۍ تړل شوې دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په خیبر پښتونخوا کې د خښتو د بټیو مالکان وايي، د راغلې ګرانۍ له کبله یې تر نیمايي زیاتې بټۍ بندې شوې دي.

د خښتو د بټیو اتحادیې صوبايي مشر حاجي ایین خان د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، دوی په صوبه کې شاوخوا ۱۲۰۰ بټۍ لري چې اوس پکې تر ۶۰۰ زیاتې تړل شوې دي.

نوموړی وايي: " زموږ تر ۶۰۰ پورې د خښتو بټۍ په نوښار، چارسده، پېښور او د صوبې په نورو برخو کې بندې شوې دي او له وجې یې موږ ته په اربونو روپو تاوان رارسېدلی دی. د دې بټیو د بندېدو علت دا دی چې په ملک کې د سکرو بیه ډېره لوړه شوې ده او اخیستل یې زموږ له وس نه بهر دي."

د ده په وینا، وجه یې دا ده چې د سکرو یا کویلې په ګډون هر هغه څه ډېر ګران شوي چې د خښتو جوړولو لپاره ضروري دي.

حاجي ایین خان وايي، که هغوی په ګرانه بیه سکاره واخلي نو بیا ورته د خښتو جوړول، پخول او خرڅول ګټه نه کوي، همدا وه چې په ورو ورو د هغوی تاوانونه زیاتېدل او مالکان اړ شول چې خپلې بټۍ بندې کړي.

نوموړی وايي، دوه کاله مخکې به هغوی یو ټن سکاره په ۲۵۰۰۰ روپو اخېستل چې اوس یې بیه ۱۰۰ زرو ته پورته شوې ده.

د حاجي ایین خان په وینا، د دې له کبله په اربونو روپيو زیان رسېدلی او په ګڼ شمېر خلک بې روزګاره شوي دي.

اعتبار سید پخوا د پېښور په سربند سیمه کې په یوې بټۍ کې کارکولو خو اوس چې هغه بنده شوې نو دی بې روزګاره دی. هغه وايي، د اتو بچو پالنه ورپغاړه ده او د کار درک یې نه لګېږي. "زموږ ژوند خو د همدې خښتو په بټیو کې وو، اوس چې سکاره ګران شوي، ټیکه دار دیوالیه شوی او مالک بټۍ تړلې، نو زما او زما د ورور د کورنۍ خواوشا ۳۵ کسان پکې بېروزګاره شوي یو."

اعتبارسید وايي، دا چې د بټۍ د مالک د لکونو روپو پوروړی دی نو بلې خوا ته کډه هم نشي کولی. هغه وايي، د دیاړۍ، مزدورۍ له لارې کله د ورځې پنځه، شپږ سوه روپۍ ګټي او کله تش لاس کورته ستنېږي.

د خښتو د بټیو د بندېدو له وجې په خیبر پښتونخوا کې د ابادۍ او رغونې چارې هم اغېزمنې شوې دي. افضل خان یو ټیکه دار دی چې کورونه او ودانۍ جوړوي، نوموړی وايي، کاروبار یې په ټپه ولاړ دی: "پخوا به یوه لارۍ خښته موږ په ۴۵ زرو روپو اخیسته اوس یې بیه ۵۲ زرو ته پورته شوې ده. همدا رنګه سیمنټ هم ګران شوي، شګه هم ګرانه شوې نو له وجې یې خلک د تعمیراتي کارونو نوم هم نه اخلي."

د خښتو د بټیو مالکان وايي، په مجموعي توګه په خیبر پښتونخوا کې د ۳۰ زرو په خواو شا کې مزدوران بې روزګاره شوي دي. خو د بټیو د بندېدو له وجې چې نور کوم تعمیراتي کارونه ځنډېدلي، د هغې له وجې په زرګونو نور کسان هم بې روزګاره شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو نګران وزیر فیروز شاه کاکاخېل مشال راډیو ته وویل، دی په دې اړه معلومات نه لري خو له اړوند چارواکو او ادارو سره به خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG