د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: افغان زده کوونکي دې زده کړو ته راشي


د تورخم دروازه. انځور- ارشیف
د تورخم دروازه. انځور- ارشیف

د پاکستان حکومت وايي، هغو افغان زده کوونکیو ته چې د دې هېواد په بېلابېلو پوهنتونو کې زده کړې کوي، د ورتګ اجازه ورکړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د اکتوبر پر ۱۳مه پر ټوېټر لیکلي، تر ۹۰۰ زیات افغان زده کوونکي چې ویزې او د پوهنتونونو اسناد لري، پر تورخم وراوښتلای شي.

نوموړي دا نه دي ویلي چې له دې زده کوونکو څخه به پر پوله د اوښتو لپاره د بارډر پاس په نوم اضافي سند هم غوښتل کېږي او که نه؟

د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پاکستان ته له تلونکو افغانانو څخه د ویزې ترڅنګ د بارډر پاس په نوم یو بل سند هم غوښتل کېږي.

د پاکستان د بېلا بېلو کالجونو او پوهنتونونو سلګونه افغان زده کوونکي هغه هېواد ته د تګ په انتظار دي. د روان کال په مې کې د پاکستان حکومت د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي لپاره پر تورخم د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول چې ورسره سم، د دواړو لوریو اوسېدونکي یوازې خپلو هېوادونو ته او له افغانستانه سخت ناروغان پاکستان ته تللی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG