د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسګونه افغانان د اسلام اباد له اسلامي پوهنتونه فارغ شول


عاطف مشال یوې زده کونکې ته اسناد سپاري
عاطف مشال یوې زده کونکې ته اسناد سپاري

اسلام اباد ـ په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، د هېواد لپاره یې دا د یو لوی ویاړ خبره ده چې په ګاونډي هېواد کې لسګونه افغان زده کونکي د لوړو زده کړو د فراغت اسناد تر لاسه کوي.

نوموړی د مې پر ۱۸ اسلام اباد په علامه اقبال تالار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د افغان زده کونکو د فراغت غونډه کې مشر مېلمه وو.

د اسلام اباد له اسلامي پوهنتونه ۷۰ افغان زده کونکي فارغ شول
د اسلام اباد له اسلامي پوهنتونه ۷۰ افغان زده کونکي فارغ شول

د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د افغانستان ۷۰ زده کونکو ته چې خپله څلور کلنۍ دوره یې پوره کړې اسناد ورکړل شول.

په غونډه کې محصلینو او د هغوی کورنیو هم ګډون وکړ.
په غونډه کې محصلینو او د هغوی کورنیو هم ګډون وکړ.

غونډې ته د وینا پر مهال عاطف مشعل وويل، افغان محصلینو ته یې سپارښتنه دا ده چې خپل اسناد دې ورسره شريک کړي چې په افغانستان کې ورله د دوی د قابليت پر اساس د کار موقع برابره کړي.

د نړيوالو اړيکو له څانګې څخه فارغه شوې محصله فاطمه يوسفي وايي، له اسنادونو ترلاسه کولو ورسته غواړي چې افغانستان ته لاړه شي او هلته کار وکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت په وینا دا مهال د پاکستان په مختلفو پوهنتونونو کې د ۵۰۰۰ نه زيات او په نړيوال اسلامي پوهنتون کې تر ۱۲۰۰ پورې زده کونکي لوړې زده کړې کوي.

XS
SM
MD
LG