د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس پر اوکراين د میزایلو حملې ډېرې کړې دی


په خارکيف کې په جګړه کې ویجاړه شوې وداني - انځور له ارشیفه
په خارکيف کې په جګړه کې ویجاړه شوې وداني - انځور له ارشیفه

د اوکراين حکومتي او پوځي چارواکو د اګست پر ۱۴مه وويل چې روسيو ځواکونو د اوکراين ختيځه سيمه خارکيف او د دې بندري ښار اوډيسا په تازه ميزايلي او ډرون حملو سره په نښه کړي دي.

د خارکيف چارواکو زياته کړې، پر کوزاچا لوپان سيمه، چې د روسيې له پولې سره په دوه کلوميټرۍ کې پرته ده، په حملو کې يو سړی وژل شوی او دوه نور زخميان دي.

د اوډيسا والي اولېه کېپر پرون وويل، که څه هم پر دې ښار شوې حملې يې په شا تمبولي، خو د چاودنو له زوره د ځينو ودانيو کړکۍ او نورې برخې نړېدلي چې له وجې يې د ده په خبره، درې تنه ټپي شوي دي.

په همدې حال کې د اوکراين د هوايي دفاع وزارت ويلي، د روسيې په ميزايلو کې ۱۵ ايراني ساخته او اته يې کيلېبر ډوله ول، چې ټول يې ويشتلي او ناکاره کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG