د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ د خپل سیاسي فعال د خوشې کېدو غوښتنه کړې


ملي جمهوري غورځنګ وايي چې سرتېرو زین الله مسید په ټانک کې له خپل کوره بیولی دی.
ملي جمهوري غورځنګ وايي چې سرتېرو زین الله مسید په ټانک کې له خپل کوره بیولی دی.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غوښتنه کړې چې امنيتي ځواکونه دې یې يو سياسي فعال زین الله مسید سمدستي خوشې کړي.

د ګوند مشر محسن داوړ د اګست پر ۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې تور پورې کړی چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) سرتېرو "بغير له کوم دليل ورکولو" مسيد له خپل کوره نیولی دی. داوړ پر چارواکو غږ کړی چې زین الله دې خوشې کړي او سیاستوالو ته دې ستونزې نه جوړوي.

د ملي جمهوري غورځنګ چارواکي وایي، سرتېرو مسید د اګست پر ۱۱مه په ټانک کې له خپل کوره بیولی دی خو د ضلعي پولیسو مشر وقار احمد مشال راډيو ته وويل چې نوموړی پولیسو نه دی نیولی او ورڅخه خبر نه دي.

هغه زیاته کړه چې زین الله مسید ښايي د کومې بلې امنیتي ادارې کسانو بیولی وي. سي ټي ډي هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG