د لاسرسي ځای

تازه خبر

په روسیه کې چاودنې ۱ تن وژلی، ۴۳ ژوبل دي


په روسیه کې د چاودنې له ځایه لوګی خېژي - د اګست نهمې انځور.
په روسیه کې د چاودنې له ځایه لوګی خېژي - د اګست نهمې انځور.

د روسیې ځایي چارواکي وايي چې له مسکو څخه شاوخوا ۷۰ کېلوميټره لیرې په سرګییف پوساد ښار کې د عينکو په یوه کارخانه کې چاودنه شوې ده.

د چارواکو په خبره، د اګست نهمې په پېښه کې یو کس وژل شوی او لږترلږه ۴۳ زخمیان دي. د ښار د انتظامیې پر ټېلېګرام چینل په بیان کې ويل شوي چې پينځه شديد ټپیان چې بدنونه یې سوي او یا هم د سر ټپونه لري، يې د روغتون د سخت نګهداشت یا پاملرنې په خونه کې بستر کړي دي.

پر ټېلېګرام د "بازا" په نوم يوه خپلواکه چینل انځورونه خپاره کړي پکې ښکاري چې د پېښې له ځایه لوګي خېژي. هغه چینل وايي، چاودنه د زاګورسک د عینکو او مېخانیک یا مشینونو په کارخانه کې شوې ده چې پکې د پوځ لپاره د شپې او د پېښې ځای یې د زاګورسک سيمې کارخانه ښوولې ده چې پکې د پوځ لپاره د شپې په تیاره کې د لیدو عینکې او نور سامانونه جوړېږي. تر دې وروسته روسیو چارواکو هم هغه ځای تایید کړ.

د روسیې تاس خبري اژانس د بېړنیو خدماتو ادارې له قوله ویلي چې د ټولنیزو رسنیو دا ادعاوې ناسمې دي چې د چاودنې لامل د بې پیلوټه الوتکې برید وو. اژانس ويلي چې چاودنه په هغه ځای کې شوې چې پکې چوونکي مواد ایښي ول او له کبله یې ۱،۶۰۰ مربع میټره ساحه لرونکی ګودام ړنګ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG